ټرمپ د ایراني اعتراض کوونکو ملاتړ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایراني اعتراض کوونکي زړور وبلل او د هغو ملاتړ یې وکړ.

پرون وروسته له دې چې ایران وویل، اوکراینۍ الوتکه یې سهواً ویشتې ده، په تهران کې یو شمېر خلکو لاریون وکړ.

ټرمپ د ایران حکومت ته خبرداری ورکړ چې نړۍ یې څاري.

د امریکا ولسمشر پر خپله ټویټرپاڼه کښلي: "د ایران زړه ورو او له اوږدې مودې راهیسې ځورېدلو خلکو! زه د خپلې ولسمشرۍ له پیله له تاسو سره ولاړ یم او زما حکومت به ستاسو ملاتړ ته دوام ورکړي، مونږ ستاسو اعتراضونه په ځیر څارو، او موږ ستاسو له جرئته الهام اخلو."

د اوکراین د نړیوال هوايي چلند یوه مسافر وړونکې بوینګ الوتکه د جنورۍ په ۸ مه، له تهرانه تر الوتو لږ وروسته، وغورځېده او ټوله سپرلۍ یې ووژل شوه.

د ایران حکومت تر پېښې وروسته نه منله چې الوتکه به ویشتل شوې وي خو پرون (شنبه) يې وویل چې سهواً الوتکه په توغندي لګېدلې ده.