ایران کې حکومت ضد لاریون شوی

په تهران کې د امیر کبیر پوهنتون مخې ته د یو شمېر خلکو لاریون.

په تهران کې پرون، د جنورۍ په ۱۱مه، یو شمېر خلکو لاریون وکړ.

لاریون کوونکو د ایران د رژیم پرضد شعارونه ورکول او د عدالت غوښتنه یې کوله.

د ایران رژیم پرون ومنله چې د تېرې چهارشنبې په ورځ یې سهواً د اوکراین د نړیوال هوايي چلند یوه الوتکه ویشتې ده.

د ایران حکومت وویل پر الوتکه د مزايل ډز انساني تېروتنه وه.

د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله ۱۷۶ تنه ووژل شول.

ژغورونکې ډله د اوکراینۍ الوتکې د وژل شوې سپرلۍ مړي لېږدوي.

د ایران د حکومت د بیان تر خپرېدو وروسته، په تهران کې د امیر کبیر پوهنتون مخې ته یو شمېر خلکو لاریون وکړ.

لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې پر الوتکه د برید مسئولان دې له پېژندلو وروسته محاکمه شي.

لاریون کوونکو نارې وهلې چې د یوه یا څو چارواکو استعفی کافي نه ده او د قربانیانو له کورنیو سره باید انصاف وشي.

په تهران کې د لاریون ویډیوګانې خلکو پر ټولنیزو رسنیو خپرې کړې دي.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي فضا مشر، امیرعلي حاجي زاده د اوکراین د نړیوال هوايي شرکت د الوتکې د سقوط له امله د پېښې شوې بشري غمیزې بشپړ مسئولیت مني.

حاجي زاده پرون وویل ، کله چې د الوتکې د سقوط خبر ورته ورسېد، له ډېرې خواشینۍ یې ځان ته مرګ وغوښت.

د ایران د سپاه پاسداران د هوايي فضا مشر امیر علي حاجي زاده

د ایران حکومت تردې مخکې انکار کړی و چې الوتکه ویشتل شوې ده.

خو حاجي زاده پرون په تهران کې خبریالانو ته وویل: "د ایران وسله والوځواکونو يا سپاه نه غوښتل چې مسئله پټه کړي خو موږ باید خپل تحقیق بشپړ کړی وای او له دې امله مونږ خواشیني یوو."

د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي پر خپلو امنیتي ځواکونو غږ کړی چې هغه تېروتنه چې د الوتکې د سقوط سبب شوې، وڅیړي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي

د اواکراین د نړیوال هوايي شرکت په الوتکه کې تر نیمايي زیات وژل شوي کسان ایرانیان دي.

د افغانستان لس وګړي هم په قربانیانوکې شامل دي.

د اوکراین خلک لا هم د الوتکې د ۹ کسیزې اوکرایني املې د مرګ په ویر کې شمعې بلوي.