"سپاه پاسداران د اوکراینۍ الوتکې راغورځولو بشپړ مسئولیت مني"

ښاغلي حاجي زاده په خپله وینا کې چې د ایران پر دولتي ټلویزیون خپرېده دغه خبره کړې ده.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب قومندان امیر علي حاجي زاده ویلي، ددې ځواک هوايي کنډک تهران ته نژدې د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو "بشپړ مسولیت" مني.

ښاغلي حاجي زاده په خپله وینا کې چې د ایران پر دولتي ټلویزیون خپرېده دغه خبره کړې ده.

د ایران مذهبي رهبر ایت علي خامنه يي هم په الوتکه کې د ۱۷۶ قربانیانو له کورنیو سره "ژوره عمرازي" څرګنده کړې او په یو بیان کې ددې هېواد له وسلوالو ځواکونو یې غوښتي څو "هغه ممکنې نیمګړتیاوې او جرم وڅېړې چې ددې درناکې پېښې سبب شوي دي."

تر دې مخکې د ایران ولسمشر حسن روحاني هم د اوکراینۍ الوتکې ویشتل "لویه تراژیدي او نه بخښونکې تیروتنه" وبلله.

نوموړې د شنبې په ورځ په خپل ټویټر لیکلي: "د داخلي څېړنو پایله دا ده چې ویشتل شوی توغندی د انساني تېروتنې له مخې ددې اوکرایني الوتکې د غورځېدو سبب شوې."

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي؛ پېښه د امریکا متحده ایالتونو د "ماجراجویۍ" له کبله د رامنځته شوي کړکیچ پر مهال شوې ده.

ښاغلي ظریف پر خپل ټویټر لیکلي: "د وسلوالو ځواکونو د داخلي څېړنو لومړنۍ پایلې ښيي چې د امریکا د ماجراجویۍ له کبله د راپورته شوي بحران پر مهال، بشري تېروتنه ددې ناورین سبب شوې ده".

هغه زیاته کړې چې "موږ خپلو خلکو، د ټولو قربانیانو کورنیو او په پېښه کې نورو متاثره شویو هېوادونو ته خپله ژوره خواشیني څرګندوو، بخښنه غواړو او تسلیت وړاندې کوو."

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

په الوتکه کې د ایران، افغانستان، اوکراین، جرمني، سوېډن او بریتانیا وګړي سپاره و چې ټول ووژل شو.