دولتي ځواکونو کلونه وروسته په هرات او غور کې دوه درې له طالبانو نیولي

د امنیتي چارواکو په وینا په دې دره کې تر ۱۰۰ زیات طالب وسلوال له خپلو قومندانانو سره حکومت ته تسلیم شوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په غور ولایت کې یې د کمنج دره او د هرات په چشت شریف ولسوالۍ کې یې د تخت دره له طالبانو نیولې دي او دغلته یې د درېیو اوونیو عملیاتو په لړ کې ۴۸ وسلوال طالبان وژلي دي.

د کمنج دره له دوو کلونو او په هرات کې د تخت دره د نهو کلونو راهېسې د طالبانو په واک کې وې.

دفاع وزارت نن رسنیو ته په یوه استولې خبرپانه کې ویلي دولتي ځواکونو له درېیو اوونیو راهېسې په غور، هرات او فراه عملیات پیل کړي چې په جګړو کې د لسګونو طالبانو وژل کېدو ترڅنګ د هغوی ۶ لوی مرکزونه له منځه وړل شوي.

دفاع وزارت ویلي، د غور د کمنج دره د غور- هرات پر لویه لاره مهمه سیمه ده او د طالبانو له مهمو مرکزونو وه. د امنیتي چارواکو په وینا په دې دره کې تر ۱۰۰ زیات طالب وسلوال له خپلو قومندانانو سره تسلیم شوي.

همدارنګه د هرات په چشت ولسوالۍ کې د "تخت دره" د جغرافیوي موقیعت له پلوه طالبانو ته مهمه وه.

طالبانو تر اوسه پورې د حکومتي لوري پر دې ادعاوو تبصره نه کړې.