د تهران هوايي پېښه؛ رحیمه او حسین د کوژدې مراسمو لپاره ایران ته لاړل خو بېرته ونه ګرځېدل

رحیمې کاتبي او حسین رضايي یوه اونۍ وړاندې په تهران کې سره کوژده وکړه او غوښتل یې بېرته سوېډن ته وګرځي.

په تهران کې د اوکراینۍ الوتکې غورځېدو په پېښه کې ۱۳ افغانان هم وژل شوي. رحیمه کاتبي او حسین رضايي په سوېډن کې اوسېدل، خو شاوخوا شل ورځې وړاندې ایران لاړل او له خپلو کورنیو سره په ګډه یې د خپلې کوژدې مراسم ترسره کړل.

دوی له کوژې وروسته د اکراین له لارې سویډن ته سفر درلود چې په تهران کې یې الوتکه راوغورځېده او له نورو ۱۷۴ مسافرو سره ووژل شول.

د رحیمې کاکا محمد حسن کاتبي چې په کابل کې اوسېږي ازادي راډیو ته وویل، له هوايي پېښې شپږ ورځې وړاندې دواړو په تهران کې د کوژدې جشن جوړ کړی و.

ښاغلی کاتبي له پېښې یوه شپه وړاندې له خپلې ورېرې سره پر تلیفون غږېدلی و او همدا يې وروستۍ خبرې شوې.

"راته یې وویل کاکا جانه ماته دعا وکړه، له هغې سره مې ټوکې وکړې چې کوژده دې وکړه موږ دې خبر نه کړو. د رحیمې وروستۍ خبرې زما په زړه داغ دي."

حسن کاتبي د رحیمې کاتبي تره

رحیمه شل کاله وړاندې په میدان وردګو کې زېږېدلې وه. افغانستان کې یې زده کړې نیمګړې پاتې شوې او اته کاله وړاندې له کورنۍ سره ایران ته کډواله شوه.

نوموړې بیا څلور کاله وړاندې له خپلې کورنۍ سره په غیر قانوني توګه اروپا ته ته تللو نیت وکړ، کورنۍ یې له پولې بېرته ایران ته ستنه شوه، خو رحیمې ځان سویډن ته ورسوله.

رحیمې له یوه ستړي سفر وروسته په دې بریالی شوې وه، چې سویډن کې پناه واخلي.

د نوموړې پلار محسن کاتبي چې اوس هم په تهران کې اوسیږي، له ازادي راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وویل، لور یې په سویډن کې زده کړې کولې.

د رحیمې د ژوند ملګري حسین رضايي په اړه معلومات نشته، خو ویل کیږي چې د جنوبي ولایت هلمند اوسېدونکی و او په سویډن کې دواړه اشنا شوي وو.

د الوتکې د غورځېدو له پېښې درې ورځې تېرېږي، خو لاهم ددغو د رحیمې او حسین کورنۍ ته د هغوی مړي نه دي ورکړل شوي.

په تهران کې د افغانستان سفیر غفور لېوال ویلي، د قربانیانو جسدونه په داسې وضعیت کې نه دي چې په معمول ډول وپيژندل شي، بلکه د پېژندلو لپاره يې د ډي ان اې ازمایښت ته اړتیا ده.

د اوکراین هوايي شرکت دغه ۸۰۰-۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه د جنورۍ په اتمه نېټه له تهرانه اوکراین ته روانه وه او د امام خمیني له هوايي ډګر څخه تر الوتو وروسته سمدستي راولوېده.

په الوتکه کې د ایران، افغانستان، اوکراین، جرمني، سوېډن او بریتانیا وګړي سپاره و چې ټول ووژل شو. په دوی کې ډېر ایرانیان وو چې اکثرو یې دوه ګونی تابعیت درلود او یوازې ۱۳ تنه یې افغانان و.

ایراني چارواکو په لومړي سر کې د الوتکې غورځېدو علت فني ستونزه بلله، خو نن یې ومنله چې الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له خوا راغورځول شوې ده.

دا پېښه څو ساعته وروسته له هغه وشوه چې د ایران پوځ په عراق کې، د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډه د بالستیک توغندیو حمله وکړه.

د افغانستان په ګډون د اکراین، کاناډا او یو شمېر نورو هېوادونو مشرانو د دې هوايي پېښې د هر اړخیزې پلټنې غوښتنه کړې.

ایراني چارواکو نن ومنله چې الوتکه "په غیرقصدي ډول او د انساني تېروتنې" په نتیجه کې د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو له خوا راغورځول شوې ده.

د رحیمې پلار محسن کاتبي د پلټنې لپاره د سوېډن څېړنۍ ته خوشبینه دی.

هغه وویل: "په دغه څېړنه کې باید نړیوال قوانین په پام کې ونیول شي، زما لور د سوېډن تابعیت درلود، سوېډن ممکن په دې اړه تصمیم ونیسي. زه زیات نه پوهیږم چې سویډن به په دې اړه څه وکړي."

ازادي راډیو موندلې چې د تهران د هوايي پېښې په دغو ۱۳ افغان قربانیانو کې درې تنه یې سویډن ته په لاره وه.

مهدي محمدي هم چې په قربانیانو کې شامل دی په ۲۰۱۳ کال کې یې په سویډن کې پناه اخیستې وه.

نوموړی د افغانستان د دایکندي ولایت اصلي اوسېدونکی و چې یوه میاشت مخکې له سویډن نه ایران ته د خپلې کورنۍ د لېدو لپاره تللی و.