د افغانستان د هوايي حریم عواید ډېر شوي

د افغانستان د ملکي هوايي چلند چارواکي، د افغانستان د هوايي حریم دعوایدو له زیاتوالي خبر ورکوي.

د ملکي هوايي چلند د ادارې رییس محمدقاسم وفايي زاده نن آزادي راډیو ته وویل، د افغانستان پر هوايي حریم د الوتنو په شمېر کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی.

"د ایران په فضا کې رامنځته شويو ستونزو ته په پام سره د ایران په هوايي حریم کې د هوايي ترانزیت د ترافیک لوری بدل شوی او د افغانستان په فضا کې په هوايي ترانزیتي ترافیک کې زیاتوالی راغی."

نوموړي وویل چې له هر پرواز نه افغانستان ته له ۷ سوه امریکايي ډالرو زیاته مالیه راځي. په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴ سوه زیات پروازونه د افغانستان له هوايي حریم نه تېریږي.

د امریکا د هوايي چلند فدرال ادارې په روانه اوونۍ کې وویل، امریکايي پیلوټان او هوايي شرکتونه دې د ایران، عراق او د خلیج د څو نورو هېوادونو پر فضا نه تېرېږي.