د کابل ورځپانو پر افغانستان د امریکا او ایران ترمنځ ترینګلتیا پر اغېزو تبصرې کړي

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې پروسې او د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پیل او د سیمې د هېوادونو د اندېښونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې لیکلي، د امریکا او ایران لانجه د سولې بهیر نه زیانمنوي، ځکه چې د سولې هوکړه لیک د امریکا او طالبانو ترمنځ نهايي شوی او یوازې د دواړو لورو له خوا لاسلیک کول یې پاتې دي.

وړاندې راغلي، په قطر کې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو د استازو ترمنځ په خبرو کې پرمختګونه د دې لامل شوي چې امریکا او طالبان په دې موافقه وکړي چې د افغانستان لانجه یوازې له سیاسي لارې هوارېدلی شي.

ورځپاڼې لیکلي، دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې ایران لا له ډېر پخوا څخه په افغانستان کې د اورپکو ننګه کوي او اوس په فعال ډول هلې ځلې کوي چې د افغانستان د سولې بهیر کمزوری کړي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې لیکلي، پخوا هم خبره په وروستۍ لیکه کې ولاړه وه او د لاسلیک انتظار کېده، خو سبا ته د ټرمپ یوه ټویټ هرڅه ختم کړل او دا دی مساله څو میاشتې شاته ولوېده، دا کار هر وخت ممکن دی، ځکه دلته تراوسه د امریکا لاس بر دی.

د ویسا په سرمقاله کې همدارنګه راغلي، که چیري له ایران سره وضیعت نور هم خراب شی له بده مرغه د دې ناوړه اغیزې به بر افغانستان خامخا ولوېیږي، ځکه خو په ټوله کې د طالبانو په ګډون افغانانو ته په کار دي چې له دې ناورین نه په هوښیارۍ هېواد وژغوري.

د سرمقاله لیکوونکي په باور، که د ایران او امریکا ترمنځ لانجې زور واخلي، امریکا به مجبوره شي چې په افغانستان کې ډېر پوځونه ولري چې په دې صورت کې به له طلبانو سره د روانو خبرو پایله منفي وي.

هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي، ایران دې د افغانستان د ګاونډيتوب اصول په پام کې ونیسي!

وړاندې راغلي، که څه هم په افغانستان کې د ایران سفیر بهادر امینیان د افغانستان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د ایران حکومت به په افغانستان برید ونه کړي، خو هېڅ داسې ډاډ نه شته چې ایران به دا کار ونه کړي.

په سرمقاله کې د ایران د سفیر له قوله راغلي، دا يي د هېواد د لوړپوړو چارواکو کار دی چې ایا په افغانستان کې د امریکا پر اډو برید وکړي او کنه؟

د سرمقاله لیکوونکي په باور، د دې وېره موجوده ده چې ایران به په افغانستان کې د تپل شوې جګړې د دوام او په تېره بیا د امریکا پرضد د بریدونو لپاره پر طالبانو ډېره پانګونه وکړي او هغوی ته به د ازاد تګ راتګ لارې پرانیزي او د وسلو او نورو تجهیزاتو مرستو ته به زور ورکړي.

هېواد ورځپاڼې لیکلي، اوس د افغانستان حکومت د سلیماني د ځای ناستي قاآني راتګ او په بامیان کې یې د ډيپلومات په نامه رسمي لېدنه څيړي ځکه لویدیځ هم وېره لري چې که تهران د خپل لوړپوړي پوځي قومندان جنرال قاسم سلیماني د وژنې غبرګون د غچ اخېستلو ګواښونه زیات کړي، نو ختیځ ګاونډی افغانستان به ورته یو اسانه هدف وي، ځکه په افغانستان کې د امریکا ۱۴ زره پوځيان میشت دي.