د موټرچلوونکو اعتصاب؛ د کابل – هرات پر لویه لاره د ځینو امنیتي پوستو لرې کول پیل شول

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل – هرات پر لویه لاره د غیرموثرو او په فساد تورنو امنیتي پوستو د لرې کولو بهیر پیل کړل .

د لویو موټرو چلوونکو او سوداګرو تېره اوونۍ پر دغې لارې د ځینو پوستو له اخاذۍ اوځورونۍ د شکایت لپاره اعتصاب وکړ.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشال سادات پرون (جنورۍ لسمه) له هراته ازادي راډیو ته وویل چې له اعتصاب کونکو سره غږېدلی او د لارې د پاکولو ډاډ یې ورکړی دی.

ښاغلي سادات وویل: "هغه پوستې چې د کابل – هرات پر لار په اخاذۍ تورنې وې، په نښه شوي دي. د تصفیې کار یې له فراه پیل شو. د انتن او ترافیک پوستې موږ ټولې کړې. دې پوستو د لارې د امنیت لپاره اغېز او ستراتیژیک اهمیت هم نه درلود."

د کورنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړه چې د هغو پوستو چارواکي به چې د اداري فساد تور ورباندې لګېدلی وڅېړل شي او ښکېل کسان به عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شي.