د امریکا پر پوځي اډو د ایران تر بریدونو وروسته واشنګټن پر تهران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او خزانې وزیرانو مایک پامپیو او سټيف منوچن پرون، د جنورۍ په لسمه، په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې پر ایران د نویو بندیزونو اعلان وکړ.

د امریکا بندیزونو دا وار د ایران د حکومت اته لوړپوړي چارواکي او د هغه هېواد د فولادو او نورو فلزاتو یوشمېر کارخانې په نښه کړې دي.

دا بندیزونه د امریکا د جمهور رئیس د فوق العاده فرمان پر اساس اعلان شوي دي.

په فرمان کې ژمنه شوې چې له زیاتې پانګې د ایران حکومتي مشرانو د لاس لنډولو لپاره به نور ګامونه هم پورته شي.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او خزانې وزیرانو مایک پامپیو او سټيف منوچن پرون، د جنورۍ په لسمه، په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې د نویو بندیزونو اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې امریکا د ایران د اسلامي رژیم د داخلي امنیتي سیسټم پر زړه نښه ویشتي ده.

د پامپیو په وینا، تر بندیزونو په لاندې شوو وګړو کې د ایران د عالي امنیتي شورا مشرعلي شمخاني، د بسیج ځواکونو مشر ګل مرزا سلیماني او د ایران د وسله والوځواکونو د لوی درستیز مرستیال محمد رضا اشتیاني شامل دي چې د پامپیو په وینا، په وروستیو میاشتو کې یې نږدې یونیم زر ایرانیان چې ازادي یې غوښته، وژلي دی.

ښاغلي پامپیو وویل: "د امریکا جمهور رئيس نن خپله ژمنه چې په عراق کې یې د امریکايي ځواکونو پر مرکز د ایران تر حملې وروسته کړې وه، ترسره کړه . خو د نویو بندیزونو یوه لړۍ به اعلانېږي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران ستر مذهبي مشر ته هغه نږدې کسان چې په ټوله سیمه کې یې د جګړې لپاره وګړي استخدام کړي، منځنی ختیځ یې بې ثباته کړی او په ټوله نړۍ کې یې تروریزم ته وده وکړې، په نښه کېږي.

دا په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر مرکز د ایران له لوري د میزایلو تر حملې وروسته د امریکا له لوري د بندیزونو لومړی اعلان دی.

په ایران کې د کانونو د کیندنې او فلزي تولیداتو پر ۱۷ کمپنیو او یوې بېړۍ چې د فلزاتو په تجارت کې کار ورڅخه اخیستل کېده، بندیز لګېدلی .

د ایران لپاره د امریکا د حکومت خاص استازي براین هوک پرون خبریالانو ته وویل، له ایران سره د نړیوالو له اټمي موافقې وتلو دوی ته ښه موقع ورکړې چې د ایران د اټمي هڅو اغېزناک مخنیوی وکړي.

د امریکا د خزانې وزیر سټيفن منوچن پرون په واشنګټن کې خبریالانوته وویل چې د نویو بندیزونو په مرسته د ایران د رژیم لاس له میلیاردونونو ډالرو ګټې لنډ شو.