تهران کې د افغانستان سفیر: د هوايي پېښې د قرباني افغانانو خپلوانو سره همکارۍ ته تیار یو

ښاغلي لېوال وویل چې د قربانیانو د کورنیو غړو ته انتظار دي چې اړیکې ورسره ټینګي کړي او د اجسادو له پېژندل کېدو سره سم دوی هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال وايي، په تهران کې د اوکراین هوايي شرکت د یوې الوتکې په سقوط کې د وژل شوو افغانانو د جسدونو پېژندنه (ډي ان اې) معاینات غواړي.

ښاغلي لېوال پرون، د جنورۍ په لسمه ازادي راډیو ته وویل چې اجساد په داسې حالت کې نه دي چې په معمولي ډول وپېژندل شي.

عبدالغفور لېوال: "موږ د ایران د اسلامي جمهوریت له مسئولو مقاماتو سره خبرې کړې چې د وژل شوو افغانانوله کورنیو سره د اجسادو په ترلاسه کولو کې څرنګه مرسته کېدلای شي او د هغوی ځواب دا و چې د هغوی د کورنیو غړي باید حاضرشي، څو د ډي ان اې د معاینې له مخې معلومه شي چې د کوم جسد کومه برخه په چا پورې اړه لري. متاسفانه وضعیت داسې دی چې د اجسادو پېژندنه سخته ده او لازمه ده چې ډي ان اې ازموینه وشي."

د اوکراین د نړیوال هوايي چلند یوه مسافر وړونکي الوتکه د جنورۍ په اتمه له تهرانه تر پرواز څو دقیقې وروسته را وغورځېده.

د الوتکې د سقوط علت لا رسماً نه دی اعلان شوی خو تحقیقات کېږي.

په الوتکه کې ۱۷۶ سپاره کسان ووژل شوول چې ۱۰ یې د افغانستان وګړي وو.

په قربانیانو کې یو مهدي محمدي و چې په سوېډن کې يې زده کړې کولې او د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و.

د هغه ورور حسین محمدې پرون ازادي راډیو ته له جرمني په تلفوني مرکه کې د افغانستان پر حکومت او په ځانګړي ډول په ایران کې دافغانستان پر سفارت تور پورې کړ چې د قربانیانو له کورنیو سره د همکارۍ نیت نه دی ښکاره کړی.

خو په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال بېګا له ازادي راډیو سره په ټلفوني مرکه کې ډاډ ورکړ چې په پېښه کې د ټولو وژل شوو افغانانو معلومات یې د افغانستان له حکومت سره شریک کړي دي.

لېوال وویل چې د قربانیانو د کورنیو غړو ته انتظار دي چې اړیکې ورسره ټینګي کړي او د اجسادو له پېژندل کېدو سره سم هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

عبدالغفور لېوال: "موږ ته څرګنده ده چې زموږ د دې غمجنو هېوادوالو کورنۍ په بهرنیو هېوادونو کې مېشتې دي او موږ ته ممکنه نه ده چې هغوی پیدا کړو، خو که هغوی له موږ سره اړیکه ونیسي، موږ به هر ډول ممکنه همکاري ورسره وکړو او خپل مسئولیت به ادا کړو."

په ایران کې د افغانستان سفیر وویل چې ایراني چارواکو د دې پېښې په اړه نوي معلومات نه دي ورکړي.