د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظر اختلاف په اړه کارپوهان بېلابېل نظرونه لري

د افغانستان د چارو یو غربي کارپوه کریستیان بیرګ هارپکین وايي، طالبان که څه هم بېلابېلې ډلې دي، خو د قوماندې نسبتاً یو قوي مرکز لري او له بلې خوا د دوی هدفونه سره شریک دي.

د طالبانو په منځ کې د بېلابېلو ډلو او اختلافاتو ادعا څه نوې خبره نه ده، خو په وروستیو کې د اوربند پر سر د طالبانو په منځ کې نه موافقې دې موضوع ته یو وار بیا پام اړولی دی.

د سیاسي چارو کارپوه نظیم سمون وايي، په وروستیو کې کله چې په قطر کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي پلاوي د طالبانو د قطر له استازو څخه وغوښتل چې د سولې د موافقې تر لاسلیک مخکې اوربند اعلان کړي، طالبان ونه توانېدل چې په خپل منځ کې پر اوربند سلا وکړي.

ښاغلي سمون وویل: "سره له دې چې د طالبانو یو هیات له قطر څخه پاکستان ته تللی و، هلته یې سلامشورې وکړې، خو بیا هم توافق ته ونه رسېدل. د طالبانو یوه ډله غواړي چې اوربند وکړي خو بله یې پر جګړې ټینګار کوي."

خو د افغانستان د چارو یو غربي کارپوه کریستیان بیرګ هارپکین وايي، طالبان که څه هم بېلابېلې ډلې دي، خو د قوماندې نسبتاً یو قوي مرکز لري او له بلې خوا د دوی هدفونه سره شریک دي.

د غزني پخوانی والي موسي خان اکبر زاده هم تاییدوي چې د طالبانو په منځ کې بېلابېلې ډلې شته، خو ملاتړ کوونکي یې په دې بریالي شوي چې د اختلافاتو د ډېرېدو مخه ونیسي.

"هغه کسان چې د دوی شاته دي په ډېر مهارت اجازه نه ورکوي چې دا ډلې خپل اختلافات علني کړي او د یو بل په وړاندې ودرېږي."

ښاغلی اکبر زاده همداراز وايي، طالبان د خپلو هغو غړیو په وړاندې ډېر شدید عکس العمل ښيي چې له دوی څخه تمرد کوي او له همدې کبله د دوی قوي ډله تر واحدې قوماندې لاندې ده.

د امریکا اې بي سي خبري اژانس د طالبانو د قوماندانانو په قول ویلي چې دا ډله لږترلږه په درو برخو وېشل شوې ده؛ فدايي محاذ، توره بوړه، او د ملارسول اخوند په مشرۍ ډله د طالبانو هغه انشعابي ډلې دي چې د ملاهبت الله اخوندزاده مشري نه مني.

خو موسي خان اکبرزاده د ملا هبت الله تر مشرۍ لاندې د طالبانو په تحریک کې درې خواوې د پام وړ بولي.

"د کوټې شورا، د میرانشاه شورا او د پېښور شورا چې نسبت لومړیو دوو ته کمزورې ده. دا درې ډلې مستقل عمل کوي او غالباً هره یوه جلا تمویلیږي."

د اکبرزاده په باور سره له دې چې دا شوراګانې تر ډېره مستقلې دي، خو ملاتړ کوونکي یې توانېدلي چې هغه سره راټولې کړي.

ده د مثال په توګه د سراج الدین حقاني یادونه وکړه چې طالبانو د خپل مشر مرستیال ټاکلی، څو له دې ډلې انشعاب ونه کړي او له بلې خوا داسې شرایط پرې حاکم کړای شوي چې هره ډله د جلاتوب او استقلالیت اعلان ونه کړای شي.

طالبانو تل په خپل منځ کې د اختلاف ادعاوې رد کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو په منځ کې بېلابېلو ډلو ته په اشارې وايي چې ایران د ځینو ملاتړ کوي.

"د ایران رژیم په افغانستان کې د سولې پر سر له سیمه ییزې او نړیوالې اجماع کې ګډون رد کړی دی. دغه رژیم هڅه کړې چې د سختدریځو ډلو ملاتړ وکړي څو د افغانستان د سولې پروسه زیانمنه کړي. د ایران په دې ناولي کار کې د طالبانو ښکېلتیا به یوازې شوی پرمختګ له خنډ سره مخامخ کړي."

د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې، په واشنګټن کې د نړیوالو او ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د امنیتي چارو څېړونکی انتوني کوردسمن وايي، د طالبانو په لیکو کې درز او اختلاف څه نوې خبره نه ده.

د ده په وینا د طالبانو په منځ کې اختلاف د دې ډلې د حکومت د پرزېدو له هماغه پیله موجود و. د دوی په منځ کې تر ملاعمر سختدریځه عناصر هم ول او داسې کسان هم چې د سولې پلوي یې کوله.