لیبیا کې د خلیفه حفتر پلویانو د حکومت ضد جګړو درول رد کړي

لیبیا له هغې راوروسته چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پخوانی دیکتاتور معمر القذافي له واکه لرې شو، په کورني اخ ډب کې ښکېل ده.

په لبیا کې د دولت مخالف مشر خلیفه حفتر ته وفادارو ځواکونو ویلي، دوی به له پلازمېنې طرابلس څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ لرونکي حکومت د ایستلو کمپاین ونه دروي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې او ترکیې په لیبیا کې د اوربند غوښتنه کړې.

د خلیفه حفتر د لیبیا د ملي پوځ په نوم د ځواکونو ویاند احمد المیسماري ویلي، دا ډله په لبیا کې د سولې د هڅو هر کلی کوي، خو دوی به د هغه څه د له منځه وړلو لپاره جګړه روانه وساتي چې ده په طرابلس کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د "ترهګرو ډلو" واک وباله.

د ښاغلي حفتر چې پخوا یې د روسیې ملاتړ درلود، یوه سلاکار ویلي، د دغه جنرال دریځ په دې معنی نه دی چې په بشپړه توګه د اوربند غوښتنه رودي، بلکې د هر ډول اوربند له ټینګېدو مخکې "باید شرایط پوره شي."

لیبیا له هغې راوروسته چې په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پخوانی دیکتاتور معمر القذافي له واکه لرې شو، په کورني اخ ډب کې ښکېل ده.

دا هېواد دا مهال دوه رقیبې ادارې لري، یوه په طرابلس کې د ملي تړون د حکومت اداره ده چې ملګرې ملتونه یې ملاتړ کوي، او بله هم په توبروک کې د خلیفه حفتر د وسلوالې ډلې اداره ده چې ددې هېواد په زیاته برخه واک لري.

په وروستیو کې خلیفه حفتر ته وفاداره ځواکونو د طرابلس د نیولو لپاره جګړه پیل کړې ده.