د نوي امنیتي پلان له مخې د کابل ښار امنیتي حوزو کې مسلکی پولیس ګومارل کېږي

ښاغلي اندرابي وویل، دا اقدام د پلازمېنې کابل د نوي امنیتي پلان برخه ده چې په دوو پړاوونو کې عملي کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د کابل په امنیتي حوزو کې د مسلکي پولیسو د ګومارنې د طرحې عملي کول پیل کړي دي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي تېر ماښام (جدي ۱۹مه) ازادۍ راډیو ته وویل، دا اقدام د پلازمېنې کابل د نوي امنیتي پلان برخه ده چې په دوو پړاوونو کې عملي کېږي.

په داسې حال کې چې د کابل د جنايي پېښو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي، د کورنیو چارو وزارت همداراز د چهارشنبې له شپې را په دې خوا د مجرمینو پرضد عملیات پیل کړي دي.

ښاغلي اندرابي وویل، د نوې طرحې په اساس، د کابل ښار د هرې امنیتي حوزې د مشرتابه لپاره به مسلکي پولیس وګومارل شي.

د هغه په خبره، د دې پلان د عملي کولو لومړی پړاو د کابل له لومړۍ او پنځمې حوزې څخه پیل شوی دی.

"د کابل اصلي امنیتي پلان دوه پړاوونه لري. د لومړي پړاو عملي کول نهه میاشتې او د دوهم پړاو تر درېیو کلونو وخت نیسي. د نهه میاشتني پروګرام تمرکز تر ډېره پردې دی چې څنګه مسلکي او تعلیم یافته پولیس چې د پولیسو له اکاډمۍ فارغ شوي وي، د مشرتابه په کچه کې وګومارو او همداراز داسې کړنلارې جوړې کړو چې خپل کاري بهیر حتی خپل تشکیلات وڅېړو، څو د حوزو له نننیو واقعیتونو سره سمون ولري. لومړۍ طرحه دا مهال په لومړۍ او پنځمه حوزه کې تر تطبیق لاندې ده."

د جنايي مجرمینو پرضد د کابل پولیسو په عملیاتو کې تراوسه لږ ترلږه ۱۸ کسان نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د خپلو خبرو په دوام په کابل کې په جنايي پېښو کې د ښکېلو کسانو پرضد د پولیسو عملیاتو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا اقدام د کابل ښاریانو اندېښنو ته د ځواب ویلو په مقصد ترلاس لاندې نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ددغو عملیاتو په ترڅ کې تراوسه لږترلږه اتلس کسان نیول شوي دي.

په کابل کې د امنیتي پېښو له کبله اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې چې یوې ډلې غلو د افغانستان د امریکايي پوهنتون محصل علي سینا ظفري د روانې اوونۍ په پیل کې د کابل په دیارلسمه حوزه کې د چړې په ګوزارونو وواژه.

له دې پېښې وروسته پر ټولنیزو شبکو د "کابل امن نه دی" تر عنوان لاندې کمپاین پیل شو. د ظفري د کورنۍ غړی عباس فراسو که څه هم د کورنیو چارو وزارت دا اقدامات ستايي خو وايي چې په دې برخه کې ځنډ شوی دی.

ښاغلي فراسو وویل: "د کورنیو چارو وزارت او نورو امنیتي ادارو هڅه ونه کړه او موږ د امنیتي ادارو د نه پاملرنې له کبله د علي سینا ظفري په ګډون یوشمېر ښاریان له لاسه ورکړل. که پر خپل وخت اقدامات شوي وای، اوس به علي سینا او د هغه په شان لسګونه نور ځوانان ژوندي وای".

له بلې خوا د افغانستان د ملي امنیت شورا پرون پخپله غونډه کې په کابل کې د جنايي جرمونو د مخنیوي پر څرنګوالي بحث وکړ.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې چې پرون خپره شوه وايي، د کابل جګپوړو امنیتي چارواکو په غونډه کې وویل چې د جرمونو پرضد د مبارزې نوې تګلاره جوړه شوې او همداراز د امنیتي مسئولانو په کچه لازم بدلونونه راغلي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ۱۳۹۷ کال په وروستیو کې هم د کابل د یوولسو امنیتي حوزو آمران له دندو لیرې کړل او د هغوی پرځای یې نوي کسان وګومارل.

اوس به ولیدل شي چې په پلازمېنه کې د جنايي جرمونو د مخنیوي په مقصد د دې وزارت نوي اقدامات به د امن په راوستلو کې څومره اغیزمن وي.