ننګرهار کې چارواکو د داعش جګړه مارو ښځې او ماشومان د پاکستان قبایلي مشرانو ته وسپارل

د ننګرهار حکومتي چارواکي وايي تردې مهاله ۵۰ ښځې او ۸۱ ماشومان د حکومت له بنده خوشي شوي او خپلو وارثانو او کورنیو سره یوځای شوي دي.

د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې حکومتي چارواکو د تسلیم شویو داعش جنګیالیو لسګونه ښځې او ماشومان د پاکستان قبایلې مشرانو ته وسپارل.

تردې مهاله ۵۰ ښځې او ۸۱ ماشومان د حکومت له بنده خوشي شوي او خپلو وارثانو او کورنیو سره یوځای شوي دي.

څو میاشتې وړاندې په ننګرهار کې د داعش سلګونه کورني او بهرني جنګیالي دولتي ځواکونو ته تسلیم شول چې له یو شمېر سره د هغوی ښځې او ماشومان هم وو.

ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته په سفر کې هلته د داعش ډلې د ماتې اعلانولو پرمهال ژمنه وکړه چې د داعش د پاکستاني اورپکو کورنۍ به د پاکستان حکومت ته نه بلکې قومي مشرانو ته وسپارل شي.

تېره ورځ د پاکستان او افغانستان قومي مشران په ننګرهار کې سره جرګه شول او نن پنجشنبه (جدي ۱۹مه) ددغو ښځو او ماشومانو د خوشي کولو لړۍ پیل شوه.

د ننګرهار د قومونو او قبایلو چارو رئیس وجیه الرحمن شینواري د داعشي اورپکو د بندي ښځو او ماشومانو د خوشي کولو میکانیزم په اړه وویل:

"د ولایت مقام ته عریضه کېږي، هغوی یې د قبایلو چارو ریاست ته لېږي، ریاست ترې یو محلي تضمین اخلي او تر هغې وروسته ملي امنیت ریاست ته راځي. هلته تثبیتېږي، له هغې وروسته ورته سپارل کېږي. نه کوم مشکل جوړوو، نه یې پرې خرڅوو، نه پکې کوم تاوان یا بل مشکل شته. نو غږ کوو چې راشئ او خپله حیا مو په عزت سره خپلو کورونو ته بوځئ."

یوه قومي مشر ملک عثمان ازادي راډيو ته وویل چې حکومت دې د جګړې اصلي عاملینو ته سزا ورکړي او په خبره یې چې ښځې او ماشومان د دې لپاره چې افغاني دود پرځای او درناوی ورته شوی وي، د خوشې کولو پرېکړه یې کړې ده.

ښاغلي عثمان وویل، قبایلي مشرانو له دوی سره ژمنه کړې چې خوشي شوي کورنۍ به خپلو سیمو ته ستنېږي او بیا به دده په خبره دا تېروتنه نه تکراروي.

هغه زیاته کړه: "د دوی ژمنه دا وه چې مونږ به بیا دې وطن ته په سپکه سترګه نه ګورو، موږ سره یو ورونه یوو، دا مو اشتباه او سهوه کړې ده."

د خوشي شویو په ډله کې یوې عمر خوړلې اویا کلنې ښځې چې نه یې غوښتل خپل نوم واخلي، رسنیو ته وویل، د پاکستاني حکومت د ظلمونو له امله افغانستان ته د ځان خوندي کولو لپاره راغلې وه.

"له پاکستانه راغلو، پاکستان مو مېنې ړنګې کړې، مالونه او خلک ترې راغلو افغانستان ته د امن لپاره، دلته بیا جنګ راباندې پیل شو، هلته پاکستان او دلته بیا دې حکومت نه پرېښودو. لارې راباندې بندې شوې او دا دی دلته ناست یوو. لس کاله وشول چې په دې لاره کې له خپل اصلي ځای تیرا څخه راوتي یوو."

یوه ۱۵ کلن هلک احمد وویل، دوی ته وسلې او ټرېننګونه د دې لپاره ورکول کېدل چې په افغانستان کې وجنګېږي او په خبره یې، "خوارجو پروړاندې جهاد وکړي."

هغه وویل: "اووه کاله وشول، اول اچین ته راغلو، هلته مو جهاد کاوه، هلته چې زور راباندې راغی تسلیم شو. اوس دلته یوو او دلته ښه خوشاله یوو، بس هغوی به راته ویل چې حورې دي، جنت دی او خوارج دي ورځئ پرې. بس ټوپکونه یې راکړي وو، نور مونږ څه خبر وو چې دلته مسلمانان دي، له ما سره ورونه، مور او پلار ټول راسره وو."

له پاکستانه راغلي محمد چې نن ورته د خپلې کورنۍ ۱۵ تسلیم وسپارل شول، د افغانستان له حکومته مننه وکړه چې هغوی یې روغ رمټ وروسپارل.

"دا زنانه چې له ډېر وخته له داعش سره وې او دلته راغلې وې، بیا حکومت ته لاسته ورغلې، حکومت راته سلامتې راوسپارلې. مونږ له حکومته مننه کوو، دا ۱۵ زنانه دي چې په دوی کې مې تریندې، خویندې او نور خپلوان دي."

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ازادي راډيو ته وویل، د داعش تسلیم شویو جنګیالیو سره به چې اوسمهال د حکومت په بند کې دي، د افغانستان د قانون له مخې چلند کیږي.

ښاغلي خوګیاڼي دغه راز وویل، وړاندې د داعش داخلي غړو ۱۳۰ ښځې او ماشومان هم د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو خپلوانو ته سپارل شوي.