د نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو درناوي لپاره نن اوکراین کې ملي ماتم و

د هغې اوکراینۍ الوتکې د قربانیانو په درناوي نن په دغه هېواد کې د ملي ماتم ورځ ولمانځل شوه چې تېره ورځ د ایران په پلازمېنه تهران کې راولوېده او ټولې ۱۷۶ سپرلۍ یې ووژل شوې.

د اوکراین هوايي شرکت ۷۳۷ ډوله بوینګ الوتکه کې د ۱۱ اوکراینیانو ترڅنګ د ایران، افغانستان، کاناډا، بریتانیا، سوېډن او جرمني اتباع سپاره وو.

الوتکه د تهران د امام خمیني له هوايي ډګر څخه اوکراین ته روانه وه چې له پورته کېدو لږ وروسته نسکوره شوه.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي خپل ملت ته په وینا کې وویل چې دولت يې د هغو کسانو د کورنیو مرستې ته چمتو دی چې په دې پېښه کې یې غړي ووژل شول.

تراوسه د الوتکې د رالوېدو علت نه دی په ډاګه شوی، که څه هم په ایران کې د اوکراین سفارت ویلي و چې د الوتکې انجن له کاره لوېدلی و، خو وروسته یې خپله اعلامیه بېرته واخیسته.

د پېښې علت به د الوتکې د تور بکس چې د پرواز مهال ټول معلومات او د پیلوټانو غږ پکې ثبتېږي، تر ارزولو وروسته څرګند شي.