له شلو ډېرو ولایتونو کې د رأی اچونې ۱۶۵۰ محلونو رأیې بیا شمېرل کېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي وایي چې له شلو ډېرو ولایتونو کې د څه باندې ۱۶۵۰ محلونو رأیې له سره شمېرل کیږي او ښایي د محلونو شمېر له دې هم زیات شي.

وړاندې ددغه کمېسیون یوه ویاند محمد رضا فیاض نن ازادي راډیو ته وویل چې دا هغه محلونه دي چې پکې بیومټریک دستګاوې ورکې شوي، یا ډېر شکایتونه شوي او یا هم په شمېرل شویو رأیو کې توپیر ډېر دی.

د ښاغلي فیاض په وینا تر راتلونکې دوشنبې پورې به چې د شکایتونو د څیړنې پروسه په سلو کې نژدې ۹۵ بشپړیږي، نورمحلونه هم ښایي د بیا شمېرلو لپاره په نښه شي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند دغه راز زیاته کړه چې یوشمېرانتخاباتي ټیمونو له مخکې د استنیاف لپاره ورسره شکایتونه ثبت کړي دي.