تهران کې د غورځېدلې الوتکې د وژل شویو افغانانو د پېژندلو هڅې روانې دي

د اوکراین نړیوال هوایي چلند ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته روانه وه چې تر الوتو لږ وروسته وغورځېده او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې.

په ایران کې د افغانستان سفارت وایي، هڅې یې پیل کړې دي چې د هغو افغانانو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې پرون په تهران کې د الوتکې د سقوط په پېښه کې ووژل شول.

په تهران کې د افغانستان سفیر عبدالغفور لېوال ازادي راډیو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره چې موږ ته په دې پېښه کې د ۱۰ افغانانو د مړینې خبر راکړل شوی دی او موږ تر اوسه یوازې د دوی لېست لرو."

ښاغلي لېوال زیاته کړه چې له ایراني چارواکو سره په ارتباط کې دی ترڅو د وژل شویو افغانانو په اړه نور معلومات ترلاسه کړي.

د اوکراین نړیوال هوایي چلند ۷۳۷ بوینګ الوتکه پرون په تهران کې د امام خمیني له هوایي ډګره اوکراین ته روانه وه چې تر الوتو لږ وروسته وغورځېده او ټولې ۱۷۶ سورلۍ یې ووژل شوې.

د اوکراین پلاوی تهران ته تللی دی څو د پېښې تحقیقات وکړي.