د کابل او ولایتونو ترمنځ ټولې لویې لارې پرانیستې دي

د سالنګ لویه لاره

د کابل او ولایتونو ترمنځ لویې لارې چې د ورښتونو له امله بندې شوې وې، پرانیستل شوې دي.

د ټرانسپورت وزارت یوه ویاند اشرف حق‌شناس ازادي راډیو ته وویل چې د سالنګ لویه لار پرانیستل شوې، د کابل-کندهار لار چې درې ورځې مخکې بنده وه خلاصه شوې او د کابل-جلال‌اباد په لاره کې هم اوس ستونزې نه‌شته، خو نوموړي د یو شمېر نورو وړو لارو د بندېدو خبر ورکړ.

ښاغلی حق‌شناس وايي: "د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې لکه دایکنډي، بامیان او بدخشان کې ځیني کوتلونه چې د دې ولایتونو ولسوالۍ له مرکز سره تړي، واورو بند کړي دي، خو زموږ د ژغورنې او ساتنې ډلې همداراز عملیاتي ټیمونه کار پرې کوي څو وتوانېږو چې دا کوتلونه هم نن خلاص شي."

جنوبي سالنګ تر پرون سهار پورې بند و او روانه اوونۍ د کابل-کندهار او کابل-جلال‌اباد لویې لارې هم ورښتونو د یوې مودې په مخه بندې کړې وې.