نجیب ننګیال: ایران په وروستیو کې احساساتي غبرګونونه ښيي

د سیاسي او سیمه‌ییزو چارو پوه نجیب ننګیال

د سیاسي او سیمه‌ییزو چارو پوه نجیب ننګیال وايي، ایران په وروستیو کې احساساتي غبرګونونه ښيي.

ننګیال داسې وخت دا خبره وکړه چې د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو عمومي قوماندان حسین سلامي ویلي چې له امریکا به غچ واخلي.

اخوا د وژل شوي ایراني لوړپوړي پوځي قاسم سلیماني لور هم ګواښ کړی چې ایران به په سیمه کې د امریکا له پوځیانو غچ واخلي.

له ښاغلي ننګیال سره صفي‌الله ستانکزي په دې اړه مرکه کړې او لومړی یې ترې پوښتنه کړې چې د ایران ګواښونه څومره د افغانستان لپاره جدي دي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

نجیب ننګیال سره مرکه