سپاه پاسداران: ډېر هغه ځایونه به وسوځوو چې امریکا یې ملاتړ کوي

جنرال سلامي نن په کرمان کې د سلیماني د جنازې په مراسمو کې په زرګونو ویرکوونکو ته په وینا کې دغه خبرداری ورکړ.

د ایران د سپاه پاسدران انقلاب ځواکونو عمومي قومندان حسین سلامي امریکا ته بیا خبرداری ورکړ چې د دې ځواک د قدس څانګې د وژل شوي قومندان جنرال قاسم سلیماني غچ به واخلي او ډېر هغه ځایونه به وسوځوي چې امریکا یې ملاتړ کوي.

په عین حال کې د امریکا دفاع وزیر ویلي چې د امریکا پوځ به د ایران په فرهنګي ځایونو بریدونه ونه کړي.

جنرال سلامي نن په کرمان کې د سلیماني د جنازې په مراسمو کې په زرګونو ویرکوونکو ته په وینا کې دغه خبرداری ورکړ.

کرمان چې د سلیماني پلرنی ټاټوبی دی، د هغه په ویر کې په تورو پوسټرونو پوښل شوی او دی به هملته خاورو ته وسپارل شي.

ښاغلي سلامي وویل، "موږ به غچ واخلو، موږ به هرهغه ځای چې مهم وي، وسوځوو" او ویرکوونکو د هغه وینا، مړ دې وي اسراییل، په شعارونو بدرګه کوله.

البته اسراییل په سیمه کې د ایران د اوږدې مودې دښمن دی.

د سلیماني جنازه پرون په تهران کې ترسره شوه چې ویل کیږي په واټونو کې یې په میلیونونو کسان راټول شوي و.

له تهران وروسته د هغه او د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې د نورو وژل شویو کسانو مړي د قم مذهبي ښار ته ولیږدول شول چې هلته یې هم د جنازې په مراسمو کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ.

په عین حال کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر وايي، د امریکا پوځ به د ایران پر فرهنګي ځایونو برید ونه کړي.

مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ایران ته ګواښ کړی چې که د سلیماني د غچ لپاره پر امریکایي هدفونو حمله وکړي، د دې هېواد فرهنګي ځایونه به په نښه کړي.

ښاغلي اسپر پرون د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د امریکا پوځ به د ایران پر فرهنګي ځایونو برید وکړي کنه په ټینګار سره وویل چې پوځ به د جګړې قوانین مراعات کړي.

د ټرمپ دغه خبرداری پر ایران سربېره د بشري حقونو د څارسازمان هیومن رایټس واچ اندېښنه هم راپارولې او ویلي یې دي چې دغسې یو اقدام به جنګي جنایت وي.

د ملګروملتونو امنیت شورا په ۲۰۱۷ کال کې یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې په هغه کې پر فرهنګي سیمو برید جنګي جنایت بلل شوی.

د فرهنګي میراثونو د خوندیتوب لپاره د ۱۹۵۴ کال د هاګ کنوانسیون هم دا ډول برید جنګي جنایت بولي. دفاع وزیر ښاغلي اسپر په پرونیو څرګندونو کې په دې اړه چې د فرهنګي سیمو په نښه کول جنګي جنایت دی که نه، څه ونه ویل.

په ایران کې ۲۲ فرهنګي ساحې د ملګروملتونو د علمي، فرهنګي او تعلیمې ادارې یونسکو د نړۍ د میراثونو په فهرست کې شامل دي.

په دغو ساحو کې د پرسپولیس لرغونې ساحه چې لرغونتوب یې ۵۱۸ کاله له میلاد مخکې دورې ته ګرځي، په اسفهان کې د اوولسمې پیړۍ جامع جومات او په تهران کې د ګلستان ماڼۍ هم شامل دي.