امنیتي چارواکي: بلخ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې

په بلخ کې افغان ځواکونه د عملیاتو پرمهال- ارشیف

په بلخ کې د ملي اردو چارواکي وايي چې د دې ولایت په ناامنو ولسوالیو کې یې د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې وسله‌والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي تیره شپه ازادي راډیو ته وویل چې دغلته له ۳۰ څخه په زیاتو وژل شویو وسله‌والو کې یو مهم قوماندان هم شامل دی.

هغه زیاته کړه: "حبیب‌الله چې په خنجر مشهور او د طالبانو یو مهم قوماندان و هم وژل شوی دی، نوموړی یو له هغو کسانو څخه و چې د بلخ ولایت په ډېرو ولسوالیو دولت‌اباد، زارع، چهاربولک، کشنده کې یې خلاص لاس درلود او پراخ فعالیتونه‌یې کول."

د شاهین ۲۱۹ په نوم دا عملیات پنځه ورځې مخکې د بلخ ولایت په نا امنو ولسوالیو دولت‌اباد، زارع، چهار بولک، کشنده او بلخ ولسوالیو کې د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره پیل شول.

د ښاغلي رضايي په وینا د ملي اردو په رهبرۍ دا عملیات پرون (دوشنبه) پای ته ورسېدل.

نوموړي په عین حال کې د شاهین ۲۲۰ عملیاتو د پیل خبر هم ورکړ.

د رضايي په وینا دا عملیات پرون د جوزجان-مزار شریف د لارې د امن کولو لپاره پیل شول.