پاکستان: د سلیماني وژنه افغانستان او سیمه کې شخړې زیاتولی شي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، د قاسم سلیماني وژنه د افغانستان په شمول په سیمه کې فرقه‌يي شخړې زیاتولی شي.

قریشي چې پرون (دوشنبه) یې د خپل هېواد په پارلمان کې خبرې کولې وویل، باور لري چې دا پېښه به پر افغانستان او په دې هېواد کې د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شااوخوا درې اوونۍ مخکې په موقته توګه ځنډېدلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي سهیل شاهین د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی د قطر پلازمېنې دوحې ته ورغلی دی.

دواړو خواوو په رسمي توګه د خبرو د بیا پیل په اړه څه نه‌دي ویلي.

د ایران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جمعې د ورځې په سهار د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ایران د خپل دې جنرال د قتل د غچ اخیستو خبرداری ورکړی او د افغانستان په شمول سیمه کې یې د سیاستوالو او واکمنو بېلابېل عکس‌العملونه راپارولي دي.