یاغي ځواکونو د لیبیا سرت ښار نیولی

ارشیف

په لیبیا کې یاغي ځواکونه وايي، دوی د سرت ښار نیولی دی.

تر دې مخکې رسنیو د دې ستراتېژیک ساحلي ښار په لور د یاغي ځواکونو د چټک پرمختګ راپورونه ورکړي و.

د لیبیا د ملي تړون حکومت چې ملګري ملتونه‌یې ملاتړ کوي تر اوسه د یاغیانو د دوشنبې د ورځې پر دې اعلان تبصره نه‌ده کړې.

یاغیان په لیبیا کې د سِرت ښار د نیولو ادعا په داسې حال کې کوي چې د دې هېواد په ختیځ کې جنرال خلیفه حفتر ته وفادارو ځواکونو د طرابلس د نیولو لپاره پراخه جګړه پیل کړې ده.

د لیبیا په مرکز طرابلس د ملي تړون حکومت واک لري.

د سرت ښار وروسته له هغې چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ترې داعش وسله‌وال وویستل شول، مرکزي حکومت ته د وفادارو ځواکونو په کنټرول کې و.

لیبیا له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې د دې هېواد د اوږدې مودې واکمن معمر قذافي په‌کې له واک لیرې او ووژل شو، د تاوتریخوالي او کورني اخ‌وډب شاهده ده.

دا مهال د شمالي افریقا په دې هېواد کې دوه رقیبې ادارې دي چې یوه په طرابلس کې د ملګرو ملتونو ملاتړ لرونکی حکومت او بله اداره هم په ختیځ ښار توبروک کې د خلیفه حفتر ده.

روېټرز خبري اژانس د سِرت د یو شمېر استوګنو له خولې لیکلي چې د خلیفه حفتر د ځواکونو د موټرو کاروانونه‌یې په ښار کې لیدلي چې د ښار پر لویه برخه کنټرول لري او د ډزو غږونه‌یې هم اورېدلي دي.