سټولټنبرګ: پر سلیماني برید د ناټو نه، د امریکا پرېکړه وه

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ

د ناټو سرمنشي وايي، تهران دې "نور له تاوتریخوالي او پارونې" ډډه وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ دا خبرداری د دوشنبې په په ورځ په بروکسل کې د څرګندونو پر مهال ورکړ.

د دوشنبې په ورځ د ناټو شورا په بېړنۍ جوړه شوې غونډه کې د ناټو د سرمنشي په وینا د امریکا د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو چارواکو، د ناټو غړو ته په بغداد هوايي ډګر کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني د وژلو تر شا انګېزه بیان کړه، خو هغه په دې اړه ډېر جزئیات ورنه‌کړل.

سټولټنبرګ ټینګار وکړ چې د ډرون هغه برید چې په‌کې د قدس ځواک د مشر قاسم سلیماني په شمول ۱۰ کسان ووژل شول، د امریکا پرېکړه وه، خو زیاته‌یې کړه چې د ناټو نورو غړو هم په منځني ختیځ کې د ایران د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونه په اړه له اوږدې مودې راهیسې خپلې اندېښنې تکرار کړي.

هغه زیاته کړه: "دا د امریکا پرېکړه وه، دا پرېکړه د ناټو او یا هم د ترهګرۍ ضد نړیوال ائتلاف پرېکړه نه‌وه، خو د ناټو ټول متحدان په سیمه کې د ایران د بې‌ثباته کوونکو فعالیتونو په اړه اندېښمن دي، ایران د بېلابېلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، موږ د هغو وروستیو بریدونو په اړه ډېر اندېښمن یوو چې موږ یې په سعودي عربستان کې د انرژۍ پر ملکي تأسیساتو شاهدان وو او یا په عراق کې د نړیوال ائتلاف پر هغو اډو بریدونه چې موږ ته په عراق او سوریه کې د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره مهم دي."

سټولټنبرګ زیاته کړه چې د دوشنبې د ورځې په غونډه کې ټولو متحدانو پر زغم او د ترینګلتیا په کمولو ټینګار وکړ.

د نوموړي په وینا یو نوی کړکېچ به د هېڅ‌چا په ګټه نه‌وي، نو ایرن باید نور له تاوتریخوالي یا پاروونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي.

قاسم سلیماني چې د ایران ډېره مشهوره څېره او په منځني ختیځ کې د ایران د متحدانو او د دې هېواد نیابتي جنګیالیو سره د تهران د تړاو مهمه وسیله وه، ایران‌یې د قتل د غچ اخیستو ژمنه کړې.

په مقابل کې یې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي که چېرې په امریکايي اهدافو برید وشي بېرته به‌یې سخت ځواب ورکړي.

قاسم سلیماني

اخوا د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا ون دیر لاین ویلي، اروپايي ټولنه له ټولو لورو سره د ترینګلتیا د کمولو لپاره خبرې کوي، د زغم غوښتنه کوي او ټینګار کوي چې په عراق کې د اسلامي دولت د وسله‌والې ډلې له ماتې وروسته لاسته راوړنې دې وساتل شي.

د جمعې په ورځ د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران بروکسل ته ورغوښتل شوي او په دې غیر عادي غونډه کې به د ایران سره د نړیوالو قوتونو د هغه اټمي تړون په اړه هم خبرې وشي چې ۲۰۱۵ میلادي کال کې لاسلیک شوی دی.

ایران د یکشنبې په ورځ وویل چې نور دې تړون ته وفادار نه‌پاتې کېږي.

امریکا لا دمخه له ایران سره له دې اټمي تړونه وتلې ده.

بل‌خوا د عراق پارلمان د یکشنبې په ورځ هغه پرېکړه‌لیک تصویب کړ چې له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

ولسمشر ټرمپ چې په الوتکه کې یې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، که چېرې امریکايي ځواکونه اړ شي چې له عراقه ووځي "موږ به پرې داسې بندیزونه ولګوو چې دمخه تر دې یې نه‌وي لیدلي."

د دوشنبې په ورځ په بغداد کې د چین له سفیر سره لیدنه کې عراقي صدراعظم عادل عبدالمهدي ویلي: "موږ دا نه‌منو چې عراق دې د زورازمايۍ ډګر شي."

عبدالمهدي همدارنګه د امریکا له سفیر سره هم خبرې کړي او هغه ته‌یې ویلي چې عراق او امریکا باید په ګډه د عراق د پارلمان د پرېکړې د عملي کولو لپاره کار وکړي.

امریکا دا مهال په عراق کې تر پنځو زرو زیات سرتېري لري.

ناټو هم په عراق کې ۵۰۰ نظامي پرسونل لري چې د عراقي ځواکونو په روزنه بوخت دي.

په عراق کې د ناټو د روزنیز مأموریت په اړه د ناټو عمومي منشي وویل دوی په موقته توګه دغلته د عراقي ځواکونو د روزنې مأموریت ځنډولی، خو کله چې امنیتي حالات د ډاډ وړ شي بېرته به‌یې پیل کړي.

د سټولټنبرګ په وینا دا مأموریت د عراق د حکومت په غوښتنه مخکې وړي او هدف‌یې د عراقي ځواکونو پیاوړي کول دي څو د داعش ډلې مخه ونیسي.