د افغانستان د سینما مشهور لوبغاړی قادر فرخ ومړ

قادر فرخ په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې رول لوبولی دی.

قادر فرخ چې د تمثیل په ډګر کې یې د استادۍ رسمي لقب درلود، تېره شپه د زړه د ناروغۍ له امله ومړ.

نوموړي په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې رول لوبولی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزات د قادر فرخ مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند وویل: "قادر فرخ تېره شپه لس بجې د زړه د ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ ورارت د نوموړي مړینه د افغانستان د سینما لپاره یوه ستره او نه جبرانېدونکې ضایعه بولي."

د یادونې ده چې له تېرې یوې اوونۍ راهیسې دا دریم افغان ممثل او د سینما لوبغاړی دی چې د ژوند پور پرې کوي.

مخکې له دې اسدالله تاجزی او آصف جلالي هم د ناروغیو له امله مړه شوي وو.