چارواکي: تېر کال د طالبانو بریدونو او چاودنو کې له ۲۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د وسله والو طالبانو په بریدونو او بمي چاودنو کې تر ۷ زره ۳۹۱ ډېرو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال په ټول افغانستان کې د طالبانو په بریدونو کې ۲زره ۲۱۹ تنه وژل شوي او ۵ زره ۱۷۲ نور ژوبل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري د ملکي مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د وروستیو شپږ میاشتو راپورنه او موندنې ښيي چې د ملکي تلفاتو شمېر اته اعشاریه ۳۶ فیصده لوړ شوی دی.