ایران: په اټومي هوکړه کې نور هېڅ محدودیت ته ځان ژمن نه بولوو

ارشیف

ایران وايي، له دې ایسته د نړۍ له قدرتونو سره په اټومي هوکړه کې هېڅ محدودیت ته ځان ژمن نه ګڼي.

د ایران حکومت دا اعلان، چې تېره شپه د دغه هېواد له دولتي تلویزیون څخه خپور شو، وروسته له دې وکړ چې د دغه هېواد د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د جمعې په ورځ بغداد ښار ته نږدې ووژل شو.

د ایران حکومت همداراز ویلي چې تهران لا هم غواړي چې له خپلو اروپايي شریکانو سره، چې د ایران د تېلو د خرڅلاو لپاره د حللارې په موندلو کې پاتې راغلي دي، خبرې وکړي.

په اټومي هوکړه کې له خپلو ژمنو د لاس اخیستو تر خبرداري مخکې یوه ایراني چارواکي وویل چې د قاسم سلیماني د وژل کېدو له کبله ایران پر نویو تدابیرو غور کوي.