ولسمشر غني روحاني ته د قاسم سلیماني پر وژل کېدو تسلیت ووایه

ارشیف

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له خپل ایراني سیال حسن روحاني سره په خبرو کې ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ بل هېواد پر خلاف ونه کارول شي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دواړو مشرانو نن مازدیګر پر ټېلفون خبرې وکړې او ښاغلي غني د ایران جمهور رئیس ته د جنرال قاسم سلیماني پر وژل کېدو د "د ډاډګېرنې او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړل."

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي: "د افغانستان او امریکا متحده ایالتونو ترمنځ د امنیتي موافقتنامې په اساس د افغانستان خاوره هیڅ کله د بل هېواد پر خلاف نه استعمالېږي."

سلیماني د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواکونو قومندان و چې د جمعې په ورځ (جنورۍ ۳مه) د عراق د پلازمېنې بغداد په هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید کې ووژل شو.

پرون د ایران د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د حکومت له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره پر ټېلفون خبرې کړې وي او د سلیماني د وژل کېدو اړوندو موضوعاتو په اړه غږېدلي وو.