رولنډ کوبیا: د عراق وروستي تحولات افغان سوله له خطر سره مخ کولای شي

 په افغانستان کې د اورپايي ټولنې استازی رولنډ کوبیا

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازی وايي، په عراق کې وروستي تحولات کولای شي د افغانستان سوله له خطر سره مخ کړي.

د قاسم سلیمانی تر وژنې وروسته د افغانستان د سولې پر پروسې د منفي اغیز په اړه تازه اندېښنې .

په افغانستان کې د اورپايي ټولنې استازی وايي، د عراق تر پېښې وروسته د افغانستان د سولې پروسه له خطر سره مخ کېدونکې ده.

د اروپايي ټولنې استازي رولنډ کوبیا په خپل یو تازه ټویټ کې ویلي، د افغانستان سوله نه یوازې د دغه هیواد بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یوې ژورې حل لارې ته اړتیا لري.

ښاغلي کوبیا اندېښنه ښودلې چې د عراق پېښه کولای شي د افغانستان د سولې پروسې لوری بدل او دغه پروسه له خطر سره مخ کړي.

د ده په خبره، افغانستان پر سیاسي واک ټینګار کوي چې په خبره یې په اوس وخت کې دا لوبه دېره ښه نه ده.

که څه هم افغان حکومت په دې برخه کې له تازه څه ویلو څخه ډډه کوي خو تيره ورځ د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش په یوې غونډه کې د خپلو خبرو پرمهال په عراق کې د قاسم سلیماني وژل کېدو ته په اشاره سره ویلي وه چې په سیمه کې هر له تاوتریخوالي ډګ هر ډول چلند کولای شي د سیمې او نړۍ سوله له خطر سره مخ کړي.

د ولسمشر غني دویم مرستیال سرور دانش

هغه ویلي: "د سیمې په کچه هر ډول پېښه کولای شي د سیمې په هېوادونو او نړۍ کې تاوتریخوالی زیات کړي موږ او سیمه د سولې له پروسې څخه لري کړي، مونږ په دې برخه کې د خواشینۍ او اندېښنې ترڅنګ له ټولو خواوو نه د زغم هیله لرو."

دغه اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي چې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ځواکونو قومندان قاسم سلیماني د جنوري په ۳مه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د هوايي ځواک په یو برید کې ووژل شو؛ چې تر هغې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ اړیکي لا تړینګلې شوې.

د دې پېښې په تړاو د جمعې په ورځ افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د یو ټویټ له لارې له ډیپلوماتیکو لارو د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د حل هیله څرګنده کړه او ویې ویل چې په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو له احتمال څخه اندېښنه لري.

د حکومت اجرائيه رییس ډاکټر عبدالله هم د قاسم سلیماني پر وژول کېدو غبرګون وښود او هیله یې څرګنده کړه چې د سلیماني وژل کېدل به کابل او تهران او د افغانستان او امریکا اړیکي تړینګلې نه کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمېسیون مرستیال جمال فکوري بهشتي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هغه کړۍ چې ددې دواړو هېوادونو د ګټو لپاره په افغانستان کې کار کوي ممکن د افغانستان سولې ته یو ډول زیان ورسوي.

هغه زیاته کړه: "د عراق پېښې ټوله نړۍ انديښمنه کړې، که روان حالت کابو نشي پرته له شکه چې دغه پېښه د افغانستان د سولې پر پروسې هم ناوړه اغیز کولی شي هغه هم په دې دلیل چې امریکا او ایران په افغانستان کې د خپلو ګټو د ټنګښت لپاره هر کار ته لاس کولای شي."

دا په داسي حال کې ده چې د زلمي خلیلزاد د خبرو پر بنسټ د افغانستان د سولې خبرو کې تر بل هر وخت زیات پرمختګ شوی او تازه د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې بل پړاو خبرې چې برخلیک ټاکنوکې هم ښودل شوي په قطر کې پیلېدونکي دي.

خو یو شمېر شنونکي او عام خلک په سمیه کې رامنځته شوي بدلونونو اندېښمن کړي او وايي هسې نه چې دغه بدلونونه د حساسه پروسه له خطر سره مخ نه کړي.