د سولې ولسي حرکت غړي له کندهاره ارزګان ته سفر کوي

ارشیف

د سولې ولسي حرکت د موټرو کاروان چې کندهار ته رسېدلى، د دوشنبې په ورځ ارزګان ولايت ته سفر کوي.

د دغه حرکت غړو تر دې مخکې په نيمروز ولايت کې د سولې او اوربند غوښتنه وکړه.

د سولې ولسي حرکت وياند بسم اله وطندوست ازادۍ راډيو ته وويل: "د سولې ولسي حرکت د نيمروز له ولسونو سره يوځاى يې د ايران پر حکومت غږ وکړ چې نور د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړي او تر څنګ يې پر ولسونو غږ وکړ چې نور د چوپ پاتې کېدو وخت نه دى، نور بايد ولس پاڅون وکړي او د جګړې په وړاندې خپل اواز پورته کړي."

د سولې ولسي حرکت تر دې مخکې په فراه او هرات ولايتونو کې هم د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کړى و.

دغه حرکت ټولو ولايتونو ته د موټرو په ذريعه خپل لاريون د ليندۍ/قوس پر ١٩مه له هلمنده پيل کړ.