ټرمپ: پر امریکایانو د برید په صورت کې د ایران په ۵۲ ځایونو بریدونه کوم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، په امریکایانو د ایران د برید په صورت کې به د ایران په ۵۲ ځایونو بریدونه وکړي.

هغه دا خبره نن په یوه ټوېټ کې کړې ده.

ټرمپ د قاسم سلیماني د غچ د اخیستلو په خاطر د ایراني چارواکو ګواښونو او خبرداریو ته په اشارې په دې ټوېټ کې لیکلي چې د امریکایانو یا د امریکا د تهدید په صورت کې د ایران ۵۲ ځایونه چې له فرهنګي اړخه مهمه دي په چټکۍ تر درانه ګوزار لاندې ونیول شي.

ټرمپ ویلي ۵۲ ځایونه د ایران په لاس کلونه مخکې د امریکا د دوو پنځوسو اتباعو د یرغمل نيونې پېښې ته اشاره ده.

د ۱۹۷۹ میلادي کال د نومبر له ۴ د ۱۹۸۱ کال د جنورۍ تر ۲۰ پورې په تهران کې د امریکا د سفارت ۵۲ کارکوونکي او ډپلوماټان د ایراني مظاهره چیانو له خوا یرغمل نیول شوي و.

ښاغلي ټرمپ وروسته په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زما تر رهبري لاندې د تروریستانو په وړاندې د امریکا پالیسي واضح ده، هغه څوک چې امریکایانو ته ضرر رسوي یا دا قصد لري موږ به دې پیدا کړو له منځه به دې یوسو، مونږ به تل خپل ډیپلوماټان، عسکر، ټول امریکایان او خپل متحدین محافظت کړو."

قاسم سلیماني د ایران د قدس ځواکونو قومندان و چې د جنورۍ دریمه د بغداد هوايي ډګر ته نږدې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو خو ایراني چارواکو د هغه د وژنې د کلک انتقام اخیستلو ګواښ کړی.