د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن د لیبیا حکومت وایي چې پرون لږ تر لږه اته ویشت کسان په مرکز طرابلس کې په یوه هوايي برید کې وژل شوي دي.
د لیبیا د ملي تړون د حکومت د روغتیا وزارت ویاند امین الهاشمي ویلي چې برید په یوه حربي ښوونځي شوی او په کې ۲۸ سرتیري وژل شوي او اوه دېرش نور ټپیان دي.
په طرابلس کې د لیبیا حکومت د دغه برید پړه د خلیفه حفتر د وسله والې ډلې د لیبیا ملي اردو کار بولي.
دې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د خلیفه حفتر له وسله والو نه متحده عربي امارات، مصر او ځینې نور هېوادونه ملاتړ کوي.
د جنورۍ په دریمه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش په لیبیا کې د یوه بیړني اوربند غوښتنه وکړه او له ښکېلو خواو یې وغوښتل چې د خونړي جنګ د درېدو لپاره مذاکره وکړي.