روسیې د قاسم سلیماني پر وژل کېدو خواخوږي څرګنده کړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګي لاوروف

روسي چارواکي وايي، د ایران د بهرنیوچارو وزیر جواد ظریف د جنرال قاسم سلیماني د وژل کېدو په اړه له خپل روس سیال سیرګي لاوروف سره خبرې کړي.

د روسیې د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې پرون د جنوري په څلورمه نېټه خپور شو، د سیرګې لاوروف له قوله ویلي دي چې نوموړي ظریف ته د سلیماني د وژل کېدو له کبله خواخوږي څرګنده کړې ده.

جنرال قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان و، چې د جنوري په ۳مه د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا د هوايي ځواک په برید کې ووژل شو.

په بغداد کې پرون په داسې حال کې چې خلک واټونو ته راوتلي وو، په دې برید کې د وژل شویو کسانو مړي په پوځي ګاډو کې ولېږدول شول او یوشمیر کسانو مرګ پر امریکا شعارونه ورکړل.

په دې مراسمو کې صدراعظم عادل عبدالمهدي هم ګډون درلود.

په داسې حال کې چې د واشنګټن او تهران په اړیکو کې کړکېچ په پراخېدو دی، متحدایالاتو ویلي چې منځني ختیځ ته شاوخوا درې نیم زره نور پوځي ځواکونه استوي او همداراز له امریکايي وګړو څخه یې غوښتي دي چې سمدستي له عراقه ووځي.