عراق کې د قاسم سلیماني جنازې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي و

د دې مراسمو اکثرو ګډونوالو د عراق ملي بیرغ او د حشد الشعبی یا د عراق د ولسي بسیج د ډلې بیرغ په لاسو کې نیولي و.

نن د عراق په پلازمینه بغداد کې د ایران د یوه لوړپوړي پوځي قومندان جنرال قاسم سلیماني او څو نورو کسانو د جنازې مراسمو ته زرګونه کسان ورغلي و.

د دې مراسمو اکثرو ګډونوالو د عراق ملي بیرغ او د حشد الشعبی یا د عراق د ولسي بسیج د ډلې بیرغ په لاسو کې نیولي و.

دوی د بغداد له ډسپلوماټیکې ساحې یا ګرین زونه په عراق کې د شیعه ګانو لپاره د دوو مقدسو ښارونو کربلا او نجف په لور لاریون هم پيل کړ.

د عراق صدراعظم عادل عبدالمهدي هم له لاریونوالو سره یوځای شو.

ده د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا په هوايي برید کې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د قومندان جنرال قاسم سلیماني، د حشد الشعبي ډلې د مرستیال ابومهدي المهندس او څو نورو کسانو وژنه غندلې وه.