امریکا د پاکستان پوځ د روزنې پروګرام بیا پيلېدو اجازه ورکړه

د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز

د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاکستان د پوځ د روزنې د پروګرام د بیا پيلېدو اجازه ورکړه.

دا خبره د جَنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ دفتر په ټوېټر باندې لیکلې ده.

په ټوېټ کې راغلي چې د امریکا ولسمشر د ګډو لومړیتوبونو او د امریکا د ملي امنیت د پرمختګ لپاره د پوځونو تر منځ د همکارۍ د غښتلي کولو په هدف د پاکستان د پوځ د تعلیم او تربیې د پروګرام د پیل اجازه ورکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست مرستیالې الیس ویلز په حواله دا ټینګار هم شوی چې له پاکستان سره د امریکا امنیتي مرستې به لا هم ځنډیدلې پاتې وي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په لومړیو کې پر پاکستان نږدې یو نیم میلیارد ډالره امنیتي مرستې وځنډولې.

ټرمپ ویلي و چې پاکستان ۱۵ کاله امریکا تېر ایستلې او ۳۳ میلیارده ډالره یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ترې اخیستي خو په عمل کې یې ترهګري نه ده ځپلې.

پاکستان د امریکا د مرستو د بندېدو په خاطر له امریکا ګیله ښکاره کړې وه.