مالیې وزارت: وکیلان دې ژر د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجې سند تصویب کړي

د ولسي جرګې د عمومي تالار انځور- ارشیف

د افغانستان د مالیې وزارت د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې سند د ژر تصویب غوښتنه کوي.

د دغه وزارت ویاند شمعروز خان مسجدي نن ازادي راډيو ته وویل، که چیرې ولسي جرګه دغه بودیجې سند تصویب نه کړي دغه وزارت به د دولتي کارکوونکو د معاشونو د ورکړې، د پروژو د لګښتونو او نورو مالي مسایلو په برخو کې له ستونزو سره مخ شي.

هغه زیاته کړه: “له ولسي جرګې زمونږ یوه غوښتنه داده چې د قانون په چوکاټ کې هره غوښتنه چې دوی د مالي بودیجې د سند لپاره لري هغه دې له مونږ سره شرېکه کړي خو اساسي غوښتنه داده چې په دغه سند باندې ژر تر ژره کار وکړي.”

د افغانستان د مالیې وزارت نږدې دوه اونۍ وړاندې د ۱۳۹۹ مالي کال بودېجې سند ولسې جرګې ته واستوه.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د مالیې او بودیجې کمېسیون رئیس محمد عظیم محسني وايي،چې نن شنبه به د ۱۳۹۹ مالي کال د بودیجې سند تر بحث لاندې ونیسي.

د ۱۳۹۹ مالي کال بودیجه ۴۲۸ میلیارډ او ۳۸۰ میلیونه افغانۍ ده چې له دې ۲۸۹ میلیارډ یې عادي او نږدې ۱۳۹ میلیارډه یې پراختیايي بودېجه ده.