د امریکا فوټبال لوبډلې قطر کې تمرینات ځنډولي

ارشیف

د امریکا د متحد ایالتونو فوټبال لوبډلې په قطر کې خپل تمرینات ځنډولي دي.

ټاکل شوې وه چې د امریکا د فوټبال لوبډله د جنوري له پنځمې تر پنځه ویشتمې په دوحه کې تمرینات ترسره کړي.

د امریکا د فوټبال فدراسیون د دې تمریناتو د ځنډېدو علان پرون وروسته تر دې وکړ چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس څانګې عمومي قوماندان قاسم سلیماني وواژه او ایران وویل چې غچ به واخلي.

له ټاکلي جدول سره سم، قطر د دوه زره دووه ویشتم کال د فوټبال د نړیوال جام کوربه دی.

د امریکا د فوټبال فدراسیون ویلي دي چې بل وخت به دا تمرینات په قطر کې ترسره کړي.