عراق کې پر ایران پلوه ملیشو برید شوی

ارشیف

د نویو راپورونو له مخې په عراق کې د ایران پلوه ملیشو د موټرو پر کاروان د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژلو څلورویشت ساعته وروسته بل برید شوی دی.

د دې خبر په اړه تر اوسه د امریکا پوځ په رسمي ډول څه نه دې ویلي.

د ننني برید په ارتباط ویل کېږي چې بې پیلوټه الوتکې پنځه کسه وژلي دي.

نیوزویک د امریکا د دفاع وزارت په وینا خبر ورکړی دی چې په دې برید کې د امام علي په نوم د وسله والې ډلې غړي په نښه شوي او ډیر امکان لرې چې د دې ډلې مشر شبل الزیدي په کې وژل شوی وي.

د امام علي وسله واله ډلې دا برید تایید کړی دی خو ویلي یې دي چې د دوی مشران په موټرو کې نه و، په دې موټرو کې روغتیایي کارکوونکي په نښه شوې دي.