د سلیماني وژل کېدل؛ خامنه یي له امریکا د "سخت غچ" اخیستو خبره کړې

د ایران رهبر خامنه يي ویلي، دا اقدام به د امریکا په وړاندې د ایران د خلکو د مقاومت انګیزه دوه چنده کړي.

د ایران مذهبي مشر ايت الله علي خامنه يي د ایران د قدس ځواک د قومندان قاسم سلیماني له وژونکو د "سخت غچ" د اخیستو خبردارى ورکړ.

سلیماني نن سهار د بغداد هوايي ډګر ته نژدې د امریکا په یوه هوايي برید کې ووژل شو.

خامنه يي همدارنګه د سلیماني پر مرګ درې ورځنى ملي ماتم هم اعلان کړی دی.

د ایران د قدس ځواک پر دې ځواکمن قومندان نن سهار هغه مهال هوايي برید وشو چې د بغداد نړیوال هوايي ډګر ته نژدې د دوو موټرو په یو کاروان کې روان و.

د امریکا پوځ وايي، دوی دفاعي برید کړی څو په سیمه کې د سلیماني له خوا د امریکا پر ګټو د نورو بریدونو د طراحۍ مخه ونیسي.

د ایران رهبر خامنه يي ویلي، دا اقدام به د امریکا په وړاندې د ایران د خلکو د مقاومت انګیزه دوه چنده کړي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په ټلویزوني څرګندونو کې وویل، دا وژنه به تهران د امریکا په وړاندې مقاومت کې نور هم قاطع کړي.

د ایران رسنیو ویلي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت د سویس شارژدافیر احضار کړی او هغه ته یې د امریکا پر وروستي اقدام شدید اعتراض اورولی دی.

د واشنګټن او تهران ترمنځ د رسمي ډیپلوماتیکو اړیکو د نشتوالي له کبله سویس ایران کې د امریکا د ګټو استازولي کوي.