"د امریکا د کانګرس غړي د قاسم سلیماني د وژلو له پرېکړې نه و خبر"

ښاغلي اینګل ویلي، د کانګرس له مشورې پرته په دې کچه یو اقدام جدي قانوني ستونزې راپیدا کوي او د حکومت د یوې برابرې څانګې په توګه د کانګرس واکونو ته په کمه کتل دي.

د امریکا د استازو جرګې یوه لوړ رتبه ډیموکرات غړي ویلي، د دې هېواد د کانګرس غړي مخکې له مخکې په هغه برید نه وو خبر کړای شوي چې په کې مهم ایراني پوځي قومندان قاسم سلیماني ووژل شو.

د امریکا د استازو د جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر ایلیوټ اینګل وویل، په بغداد کې د ایران پر پوځي قومندان قاسم سلیماني برید پرته له دې چې کانګرس ته خبر ورکړل شي او یا ورسره مشوره وشي، ترسره شوی دی.

اینګل همدارنګه زیاته کړې، سلیماني چې د ایران د قدس ځواک قومندان و، د پراخ تاوتریخوالي اصلي طراح او لاسونه یې د امریکایانو په وینو سره وو.

خو د نوموړي په وینا د کانګرس له مشورې پرته په دې کچه یو اقدام جدي قانوني ستونزې راپیدا کوي او د حکومت د یوې برابرې څانګې په توګه د کانګرس واکونو ته په کمه کتل دي.

د ډیموکراتانو یوې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا د سنا لوړپوړی ډیموکرات چوک شومر هم تر برید مخکې نه و خبر کړای شوی.

سپینه ماڼۍ په دودیزه توګه د لوی پوځي اقدام مخکې د امریکا د سنا او استازو د جرګې لوړپوړیو غړیو ته خبر ورکوي.