د نورستان کانتیوا کې د ځنګلونو وهلو اجازه نه ورکوو

د نورستان چارواکي وايي اجازه نه ورکوي چې په کانتيوا دره کې ځنګلونه ووهل شي

پر دغې درې چې د مرکز پارون په جنوب کې پرته ده، په دې وروستيو کې د افغانستان امنيتي ځواکونو ولکه ټينګه کړې ده.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم وايي د کانتيوا درې په ګډون د نورستان په نورو برخو کې هم په غيرقانوني ډول د ځنګلونو د وهلو اجازه نه ورکوي.

"نور هېچا ته د يوې ونې د قطع کولو اجازه هم نه ورکول کېږي. هغه ونې چې چپه شوې دي، وچې او ورستې دي، که خلکو د اړتيا لپاره ورڅخه استفاده کوله، هغه به کوي. خو څوک به هېڅکله ونه نه وهي."

د نورستان اوسېدونکي شکايت لري چې په تېرو اتلسو کلونو کې د کانتيوا درې ځنګلونه وهل کېدل او لرګي يې په غيرقانوني ډول قاچاق کېدل.