غزني کې د نشه يي موادو د پروسس پر مرکزونو برید کې ۲۷ طالبان وژل شوي

په غزني ولایت کې د نشه يي موادو د تولید پر کارخانو باندې د عملیاتو په نتیجه کې نژدی ۲۷ طالبان وژل شوي دي.

د غزني ولایت محلي چارواکو ازادۍ راډیو ته وویل: طالبانو سږ کال بزګر تشویقول او فشار یې ورباندې راووړ چې بنګ وکري، چې څو ورځې مخکې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې نږدې شل کارخانې ویجاړې شوې.

ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې ځانګړو پولیسو ۲۵۷ ټنه خام او ۵۶۷ کیلوګرامه پاخه شوي چرس نیولي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته وویل: دا کارخانې د وسله والو طالبانو په واک کې وې چې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال یې د دې ځواکونو پر وړاندې مقاومت کړی او په نتیجه کې یې ۲۷ طالبان وژل شوي او د نشه يي موادو کارخانې ویجاړي شوې دي.

"د دولت وسله والو مخالفینو د غزني ولایت په ده یک، قره باغ او آب بند ولسوالیو کې خلک هڅولي چې بنګ وکري، کله چې بزګرو حاصلات را ټول کړل، نو امنیتي ځواکونو د دې موادو د تولید پر کارخانو باندې څو عملیات وکړل چې په نتیجه کې یې خام او پاخه شوي چرس ونیول."

ښاغلي نوري زیاته کړه، طالبانو د کال په شروع کې بزګرو ته ډاډ ورکړی و چې که بنګ وکري، نو دوی به یې د کښتونو امنیت وساتي او ټول چرس به په لوړه بیه ترې را نیسي.

د افغانستان دولت او د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې د راپور پر اساس، تر ۲۰۱۷ کال پورې په غزني ولایت کې د کوکنارو او بنګو کښتونه صفر شوي ول، نو ځکه به دې ولایت هر کال یو میلیون امریکايي ډالر تشویقي بودجه تر لاسه کوله.

د غزني د ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني ازادي راډیو ته وویل: طالبانو د نشه يي موادو د تولید کارخانې جوړې کړې او د ځینو ولسوالیو سیمې یې ناامنه کړې چې هلمند ولایت ته پر همدې لارو نشه يي مواد قاچاق کړي.

"دوه کاله کېږي چې په غزني کې ډير بنګ کرل کېږي او طالبانو د بنګو کښت ته زمینه برابره کړې ده. طالبان په خپله هم نشه يي مواد قاچاق کوي او په ناامنه سیمو کې د نشه یي موادو د قاچاقو د کاروانونو امنیت نیسي چې ګټه یې طالبانو ته رسېږي. د دې موادو ډېره برخه له ننګرهار څخه هم راوړل کيږي او بیا د غزني د ناامنو ولسوالیو له لارې هلمند ولایت ته قاچاق کېږي."

طالبان او مشرتابه یې په داسې حال کې د نشه يي موادو کښت او تولید ته په زمینې برابرولو تورنېږي چې څه موده مخکې د دې ډلې ویاند ازادۍ راډیو ته په خپل یوه لیکلي پیغام کې د نشه يي موادو په کاروبار کې د طالبانو لاس لرل رد کړي ول.

راپور: مرسلین ارسلا