د یونان یوه کمپ کې ګڼ افغانان ژمي کې ستونزو سره مخامخ دي

د یونان د مالاکاس د کډوالو په کمپ کې افغانان د ژمي په سړې هوا کې له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د دې کمپ یوه افغان کډوال عبدل د پنجشنبه په ورځ رویترز ته وویل: "په دې خیمو کې ستونزې ډېرې دي. څوک پوښتنه نه کوي. کورنۍ ډېرې شوې دي. ماشومان ناروغ دي. خلک په دې کمپ کې ډېري ستونزي لري."

د مالاکاس کمپ د پلازمینې اتن په ۳۵ کیلومترۍ کې په یوه ځنګله کې موقعیت لري.

یو بل افغان کډوال جمال ویلي چې ماشومان یې په جلدي ناروغیو اخته دي.

د رویترز د راپور له مخې، په دې کمپ کې اوسمهال شاوخوا ۲۵۰۰ کډوال ژوند کوي چې ډیری یې اروپایې هېوادونو ته د تلو لپاره د افغانستان په ګډون له بېلابېلو هېوادونو ورغلي دي.

د اروپایې ټولني له هڅو سره سره خلک له بېلابېلو لارو د یونان ټاپو ګانو ته ځانونه رسوي او ورځ تر بلې یې شمېر ډېرېږي چې له همدې کبله دا هیواد نه شي کولی په سمه توګه د کډوالو اړتیاوې پوره کړي.

موریا په یونان کې د کډوالو یو بل لوی کمپ دی چې زرګونه کډوال پکي د سختۍ ډک ژوند تېروي.