ټرمپ اردوغان سره خبرو کې ویلي چې پردي د لیبیا وضعیت لا کړکېچن کوي

ټرمپ داسې مهال دا خبره کوي چې د ترکیې پارلمان لیبیا ته د ترکیې د پوځیانو د استولو طرحه پرون تصویب کړه.

د ترکیې پارلمان له خوا لیبیا ته د پوځیانو استولو طرحې تر تصویب وروسته، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له خپل ترکي سیال سره په ټېلفوني خبرو کې ویلي چې پردي د لیبیا وضعیت کړکېچن کوي.

هغه په زغرده نه دي ویلي چې اشاره یې کومو هېوادونو ته ده او د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې هم نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

د پارلمان تر پرېکړې وروسته اوس په پام کې ده د ترکیې پوځیان په لیبیا کې یو کلن ماموریت پیل کړي.

ښاغلي اردوغان ویلي چې تېره میاشت د صدراعظم سراج فایز په مشرۍ د لیبیا حکومت چې ملګري ملتونه یې ملاتړ کوي، له هغه غوښتي وو چې د ترکیې سرتېري لیبیا کې خای پرځای کړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې د لیبیا په ختیځ کې یوه ځواکمن پوځي خلیفه حفتر نوی حکومت اعلان کړی او د پلازمینې د نیولو لپاره یې جګړه پیل کړې ده.

عربي متحده امارات، مصر، فرانسه او روسیه د خلیفه حفتر ملاتړي دي، خو ترکیه، قطر او ایټالیا د سراج په مشرۍ د طرابلس د حکومت پلوي کوي.