"یوازې بین الافغاني خبرې کولای شي افغانستان ته سوله راولي"

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي وویل، بین الافغاني خبرې باید د دغه هېواد د خلکو په مالکیت او رهبرۍ وي او په کې د ټولو اقشارو استازي حضور ولري.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لنزر په قطر کې د امریکا او طالبانو مذاکراتو ته په اشارې ویلي، له طالبانو سره سوله له افغانستانه بهر د خبرو له لارې نه شي ټینګېدای.

ښاغلي لنزر د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو د انسټیټوټ په یوه ناسته کې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو څلوېښت کلن ماموریت د ارزونې په هدف په کابل کې جوړه شوې وه وویل، هغه څه چې کولای شي افغانستان ته سوله راولي بین الافغاني خبرې دي.

د هغه په خبره، دا خبرې باید د افغانستان د خلکو په مالکیت او رهبرۍ وي او په کې د ټولو اقشارو استازي حضور ولري.

ښاغلي لنزر په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو ته په اشارې وویل: "زه فکر نه کوم چې سوله به له افغانستانه بهر له طالبانو سره د یوه هېواد د خبرو له لارې ټینګه شي، دا به په یو هېواد کې دوامداره سوله ټینګه نه شي کړای."

د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال وویل، ددوی لومړیتوب په افغانستان کې سولې ته رسېدل دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ مذاکرات چې ۲۰۱۸ کال کې پيل شول او دواړو لوریو په نهو پړاوو کې خبرې وکړې، تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي. دغه خبرې چې تر درې میاشتني ځنډ وروسته په ډسمبر کې له سره پيل شوې، تر شپږو ورځو خبرو وروسته په موقت ډول بېرته ودرېدې.

د امریکا غوښتنه دا ده چې طالبان تاوتریخوالی راکم کړي چې بین الافغاني خبرو او اوربند ته لاره هواره شي. طالبانو په دې اړه له خپلو مشرانو سره خبرې کړي چې دغې ډلې ته د نږدیو سرچینو په وینا طالب استازي پاکستان کې تر مشورو وروسته بېرته قطر ته تللی دی.

خو طالبانو تردې دمه تل هرډول اوربند رد کړی دی او د بین الافغاني خبرو پیلول یې هم له امریکا سره د نړیوالو ځواکونو د وتلو تر توافق پورې تړلی دی.

قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مذاکرات تر لس پړاو خبرو وروسته لا هم کومې نهايي پایلې ته نه دي رسېدلي.

د افغانستان د ولسمشر یوه ویاند لطیف محمود نن رسنیو ته وویل، دوی طالبانو سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

هغه وویل، که طالبان هم خبرو ته حاضر شي، نو د افغانستان حکومت به خپل مذاکراتي پلاوی اعلان کړي.

ښاغلي محمود زیاته کړه: "د افغانستان د دولت تمه دا ده چې طالبان دې له امریکا سره خپلې خبرې وکړي. هر کله چې هغوی هوکړې ته سره ورسېدل، د افغانستان دولت چمتو دی چې یو داسې مختصر او ګټور پلاوی چې د افغانستان له دولت نه استازیتوب وکړای شي، معرفي کړي."

وړاندې د افغانستان حکومت د سولې هرډول خبرو لپاره د طالبانو له خوا د یو میاشتني اوربند شرط ایښی دی. خو طالبان نه یوازې دا چې دا شرط نه مني، بلکې د افغانستان له دولت سره هرډول خبرې ردوي.