په هلمند کي د يوې محلي راډيو کار کوونکی وژل شوی

د والي ویاند وویل چې لا د سفر محمد اتل د قتل انګېزه معلومه نه ده او چا یې هم مسئولیت نه دی منلی.

د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې چارواکي وايي، د سمون په نوم د یوې محلي راډیو کارکوونکی صفر محمد اتل تېره شپه د ناپېژاندو کسانو له خوا وژل شوی دی.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک وویل، د ښاغلي اتل د چړې په ګوزارونو وژل شوی دی.

د والي ویاند وویل چې لا ددغه قتل انګېزه معلومه نه ده او چا یې هم مسئولیت نه دی منلی.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) د سمون راډیو د مدیر مسئول حیات الله ساحل په حواله ویلي چې سفر محمد اتل له دغې راډیو سره د تخنیک په برخه کې کار کاوه.

ښاغلي ساحل ویلي چې ښاغلی اتل تېر ماښام (چهارشنبه) د یوې مېلمستیا په بهانه له کوره ایستل شوی او مړی یې نن پنجشنبه د لښکرګاه شار په صافیان سیمه کې موندل شوی دی.

نی ویلي چې لا څرګنده نه ده چې د ښاغلي اتل وژل کېدل په محلي راډیو کې د هغه کار پورې تړاو لري که نه.

ولایتي چارواکو ویلي چې پېښه د پولیسو تر تعقیب لاندې ده او جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

دا په ۲۰۲۰ کال کې د رسنۍ د کارکوونکي د وژنې لومړۍ پېښه ده. د نی ادارې د معلوماتو له مخې، تېر کال په افغانستان کې ۱۰ خبریالان وژل شوي.