په لوګر کې د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان وژل شوی

د لوګر امنیتي چارواکي وایي، چې د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د قاري وکیل په نوم د وسله والو طالبانو یو سیمه ییز قوماندان وژلی.

د لوګر د پولیسو ویاند شاپور احمدزي نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل، عملیات تېره ورځ شوي او په ترڅ کې یې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي.

دا عملیات په داسې مهال کیږي چې تازه د افغانستان دفاع وزارت ویلي، د اوربند تر نهایي کیدو پورې به د وسله والو په نښه کولو ته دوام ورکړي.

تر اوسه وسله والو طالبانو ددې برید په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.