ایران پلوه ملېشې عراق کې د امریکا له سفارته لرې شول

د ایران له ملاتړ برخمنه ملیشه ډلې د امریکا د سفارت پر ودانۍ د ډبرو په وارولو برید وکړ.

د عراق پوځ ویلي چې د ایران له ملاتړ برخمن ملیشه ډله په بغداد کې د امریکا د سفارت له شاوخوا لرې شوه.

ملیشې چې لومړی یې مظاهره کوله پرون چهارشنبه وروسته له هغه چې د امریکا تازه دمي سرتیري سفارت ته ورسېدل د سفارت له شاوخوا سیمو لرې شول.

د ایران له ملاتړ برخمنه ملیشه ډلې د امریکا د سفارت پر ودانۍ د ډبرو په وارولو برید وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې د عراق د همدې پېښې په خاطر اوکراین ته خپل سفر ځنډولی، پرون د عراق له صدراعظم عادل عبدالمهدي سره خبرې کړي او په بغداد کې یې د امریکا پر سفارت برید په کلکو ټکو غندلی.

په بغداد کې ملیشو د امریکا سفارت سره ځکه مظاهره وکړه او په سفارت یې برید وکړ چې د ډسمبر په ۲۹ مه په عراق او سوریه کې امریکا د کتائب حزب الله ډلې په سنګرونو بمباري وکړه.

د امریکا په بمباریو کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي.