امریکا منځني ختیځ ته په بیړني ډول ۷۵۰ اضافي سرتېري لېږي

امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې ایران پلوه اعتراض کوونکو پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت یرغل وروړ.

د امریکا متحد ایالتونه په فوري ډول منځني ختیځ ته ۷۵۰ اضافي سرتېري استوي او په راتلونکو ورځو کې نور هم لېږي.

امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې ایران پلوه اعتراض کوونکو پرون د عراق په پلازمېنه بغداد کې د امریکا پر سفارت یرغل وروړ.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر پرون ناوخته په یوه بیان کې ویلي، هماغسې چې په بغداد کې ولیدل شول د امریکايي پرسونل او تاسیساتو پر ضد د زیاتېدونکو خطرونو په ځواب کې د احتیاطي او مناسبو تدابیرو په ترڅ کې دا ځواکونه استوي.

ده همداراز ویلي، د امریکا متحده ایالتونه به د نړۍ په هر ګوټ کې د خپلو خلکو او ګټو ساتنه وکړي.

پرون په بغداد کې اعترض کوونکي د امریکا د سفارت پر ودانۍ ورغلل چې په مقابل کې یې امنیتي ځواکونو او د سفارت ساتونکیو د اعتراض کوونکو د تیت پرک کولو لپاره له اوښکې بهونکي ګازڅخه کار واخیست.

اعتراض کوونکي د امریکا پر هغو وروستیو هوايي بمباریو غوسه دي چې په کې د ایران له ملاتړه د برخمنې کتایب حزب الله سخت دریځې ډلې لږترلږه ۲۵ غړي ووژل شول.

رویټرز خبري آژانس د امریکا پرسفارت د اعتراض کونکو د یرغل په ترڅ کې چې ولسمشرډونالد ټرمپ هغه د ایران کار بللی، د دولسو سخت دریځو د ټپي کیدو خبرورکړی دی.

ټرمپ، پر سفارت د اعتراض کونکو له یرغل ساعت وروسته وویل، تهران د دې پېښې بشپړ مسئول بولي.

ټرمپ پرون ناوخته د نوي کال په مناسبت یوه ټویټرکې ولیکل چې دوی به یې ډېرتاوان ورکړي.

ټرمپ، پر سفارت د اعتراض کونکو له یرغل ساعت وروسته وویل، تهران د دې پېښې بشپړ مسئول بولي.

خو دغه ګواښ ته په پام ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل چې دی له ایران سره جګړه نه غواړي او نه هم د دې پیشبیني کوي.

"ایا دا غواړم، نه. زه سوله غواړم. زه د سولې غوښتونکی یم. او ایران هم باید تربل هرچا سوله وغواړي. زه نه وینم چې دا به پیښه شي."

تهران د امریکا پرسفارت د اعتراض کونکونو په یرغل کې خپل لاس لرل رد کړي او خبرداری یې ورکړی چې هرې حملې به ته ځواب ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند عباس موسوي د وزارت په ویبپاڼه کې په یوه خپاره کړي بیان کې وویل چې امریکایي چارواکي "په سپین سترګۍ او حیرانوونکي ډول" د واشنګټن پرضد د عراق د خلکو د اعتراضونو ملامتي پر ایران اچوي.

د امریکا پرسفارت دغه حمله له ۲۰۱۲ کال راهیسې په سیمه کې د امریکا پر ډیپلوماتیکو نمایندګیو ترټولو له خشونته ډکه حمله وه.

هغه مهال د لیبیا په بنغازي کې د امریکا په ډیپلوماتیکې نمایندګۍ په حمله کې د لیبیا لپاره د امریکا د سفیر کریسټوفرسټیوینس په ګډون څلورامریکایان وژل شوي و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د عراق له صدراعظم عادل عبدالمهدي او ولسمشر برهام صالح سره یې خبرې وکړې او دا یې ورته په ډاګه کړه چې زموږ د پرسونل او ملکیت د ساتنې لپاره خپل مسئولیتونه پرځای کړي.

متحده ایالتونو مخکې ویلي و چې د کتایب حزب الله ډلې پر پنځو مشخصو اهدافو یې دفاعي هوایي بریدونه وروسته له هغې وکړل چې دې ډلې څوځلې په عراق کې پرهغو پوځي اډو بریدونه کړي و چې امریکایي ځواکونه پکې دېره دي.

په یوه برید کې چې د تېرې جمعې په ورځ شوی و، د امریکا د دفاع وزارت یو قراردادي وژل شوی او څو امریکایي او عراقي پوځیان ټپیان شوي و.