د ۲۰۱۹  کال پای؛ د امریکا او طالبانو تر لس پړاو مذاکراتو وروسته د سولې ناڅرګند برخلیک

نږدې ۱۵ میاشتې وړاندې د دوحې په پلازمینه قطر کې ظاهرا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.

د امریکا د متحده ایالاتو او امریکا ترمنځ د سولې لس پړاوه خبرې، خو ۲۰۱۹ کال پای ته ورسېده او د امریکا، طالبانو او افغانستان ترمنځ د سولې هوکړه ونه شوه.

د افغانستان جګړه د امریکا لپاره تر ټولو اوږده او په مالي لحاظ ګران بیه جګړه یاده شوې ده.

دغه هيواد په افغانستان کې له نولس کلن حضور وروسته دې پایلې ته ورسېده چې د افغانستان د بحران لپاره سیاسي حل راوباسي.

امریکا دې هدف ته د رسېدو په هدف په لومړي قدم کې د افغانستان د سولې لپاره زلمی خلیل زاد خپل ځانګړی استازی وټاکه چې له طالبانو سره د سولې یوې سیاسي هوکړې ته ورسیږي.

نږدې ۱۵ میاشتې وړاندې د دوحې په پلازمینه قطر کې ظاهرا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې پیل شوې.

افغان الاصله امریکايي زلمي خلیل زاد چې پخوانی امریکايي دیپلومات وو، د سپینې ماڼۍ له لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی وټاکل شو چې په قطر کې د امریکايي پلاوي مشري هم کوي.

ښاغلي خلیل زاد د خپل ماموریت په پیل کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو په هدف قطر او د سیمې نورو هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.

زلمی خلیل زاد د سولې د نهه پړاوه خبرو، د سیمې بېلابېلو هيوادونو ته له سفرونو او دغه شان د افغانستان له حکومت او سیاسیونو سره له لیدو کتو وروسته له طالبانو سره په اصولو کې یوې هوکړې ته ورسېده او ظاهرا د طالبانو او امریکا پلاوي ترمنځ د سولې هوکړه وروستۍ شوې وه.

که څه هم د دغه هوکړې جزیات نه دي په ډاګه شوي خو ویل شوي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ د اړیکو قطعه کول او دغه شان د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد نه استعمالول هغه مسایل وو چې د هوکړې محتوا يې جوړوله.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر دې دندې تر ټاکل کېدو وروسته له طالبانو سره پر خبرو سربېره، د سیمې او نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه کړي.

خو په وروستیو شېبو چې ټاکل شوې وه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر محمد اشرف غني او طالب استازو سره په کمپ ډېوېډ کې وګوري، په کابل کې د یوه امریکايي سرتیري د وژل کېدو له امله دغه لیدنه لغوه شوه.

که څه هم د افغانستان په روانه جګړه کې نږدې دوه نیم زره امریکايي سرتیري وژل شوي خو د کابل په شش درک کې له انتحاري حملې وروسته چې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون په کې ۱۲ تنه ووژل شول د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د صبر کاسه يې ډکه کړه.

ښاغلي ټرمپ نه یوازې دا چې له وسله والو طالبانو سره يې د سولې خبرې وځنډولې، بلکې امریکايي عسکرو ته يې امر وکړ چې د افغانستان په خاوره کې د طالبانو پر ضد هوايي حملې زیاتي کړي.

د سولې خبرې نږدې درې میاشتې وځنډول شوې خو شاوخوا دوه اونۍ وړاندې د دغه خبرو لسم پړاو پيل شو.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي چې له طالبانو سره د سولې خبرو تجربه هم لري وايي، طالبان ځانونه د افغانستان د جګړې ګټونکي بولي. د اغلې کوفي په خبره، امریکا د طالبانو د دې خبرې له درک وروسته پر دې ډلې فشار زیات او همدا وه چې د سولې ۹ پړاوه خبرو کې هېڅ یوه هوکړه و نه شوه.

مېرمن کوفي زیاتوي، د سولې په خبرو کې یو لوری د افغانستان حکومت دی، خو دا چې په دې خبرو کې ونډه ور نه کړل شوه، له طالبانو سره د امریکا د خبرو د ناکامۍ یو علت هم همدا و.

"د سولې خبرو اصلي ستونزه همدا وه چې افغانستان په کې ښکېل نه و، همدا ډول باید دا خبرې د بین الافغاني مذاکراتو سره سم پیل شوې وې، ځکه د طالبانو اساسي ستونزه د افغانستان له حکومت سره ده او دا موضوع له بلې هرې ډېره مهمه ده."

د افغانستان حکومت هم له طالبانو سره د امریکا د ۹ پړاوه خبرو ناکامي همدا بولي چې دوی په کې ښکېل نه و.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیاله درانۍ وزیري ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ لسم پړاو خبرو کې ډېر ښکېل دی او له همدې کبله له دې پروسې ملاتړ کوي.

د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولې هر ډول خبرو لپاره د دغې ډلې له خوا یو میاشتنی اوربند حتمي بولي. خو طالبان بیا له سره له حکومت سره هرډول خبرې ردوي.

اغلې درانۍ ټینګار کوي چې اوس‌مهال افغانستان او امریکا د اوربند په اړه یو دریځ لري.

"اوربند او د تاوتریخوالي کمول د دولت له سرو کرښو دي. پر اوربند د افغانستان د حکومت د ټینګار یو دلیل دا دی چې وپوهېږو طالبان یوه ډله ده او که نه. ځکه یو شمېرو یې خبرې وکړې او ځینو نورو یې بیا دلته بریدونه زیات کړل."

خو پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان چې د سولې ځینو کنفرانسونو کې یې ګډون کړی وايي، د افغانستان د حکومت او سیاسیونو ترمنځ اختلاف د دې سبب شوی چې طالبان له دې چانس ګټه پورته کړي او د افغانستان له حکومت سره له خبرو ډډه وکړي.

د ښاغلي اسماعیل خان په خبره، حکومت تر اوسه د یوه ټول ګډونه پلاوي په جوړولو نه دی بریالی شوی.

"تر اوسه حکومت د سولې خبرو پر وړاندې خنډ جوړوي، ځکه غواړي چې دا بهیر ګروګان ونیسي او له سیاسیونو سره کومې هوکړې ته و نه رسېږي."

اسماعیل خان ټینګار کوي چې د سولې هوکړې د تضمین لپاره اړتیا ده چې د بن کنفرانس په څېر یوه بله غونډه وشي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وروستۍ شوي او اوس د دوی استازي د بین الافغاني خبرو د پیل، له امریکا سره د دوی د هوکړې د عملي کولو پر میکانیزم او د اوربند په اړه دوی له خپلو مشرانو سره مشوره کوي.

"زمونږ وروستۍ ناسته له امریکايي استازو سره د سولې د هوکړه لیک په تړاو وه چې پدې اړه پراخې خبرې اترې شوي دي او له دې وروسته استازو له خپلو مشرانو سره د سلا مشورې په هدف تللي دي."

د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې یوه مسوول او د قطر ناستې ګډون کوونکی صدیق الله توحیدي وايي، د سولې تر ټولو لانجمنه برخه به بین الافغاني خبري اتري وي.

"ځکه د سولې په دغه پړاو خبرو اترو کې به د نظام بحث مطرح وي. ځکه طالبان د اسلامي امارت د بېرته راګرځېدو غوښتنه کوي او مقابل لوری د جمهوري نظام د استمرار پلوي دي. د اساسي قانون د تعدیل بحث چې دغه تعدیل باید حقوق باید محدود نه کړي. د بیان ازادۍ بحث او ښځو حقوق چې طالبان په خپل تعریف اسلامي شریعت سره قبلوي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې لسم پړاو خبرې اترې وشوې او ښاغلی خلیلزاد د ناستې په پای او پاکستان او افغانستان ته تر سفر وروسته په خپل ټویټر کې لیکلي چې دغه خبرې اترې تر ټولو مهمې مرحلې ته رسیدلې دي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د سولې خبرې اترې د خبرونو په سرټکو کې وي خو په وروستیو ورځو کې د سولې هوکړه لیک د دې ډلې له لوري رد شوی .

له بلې خوا بیا خلک دې ته سترګې په لار دي چې نوی میلادي کال به د سولې لپاره یوه ښه پایلمه وي خو تراوسه معلومه نه ده چې دغه کال کې به سوله راشي او که نه د تیرو څلویښتو کلونو په څير به وي؟